لیبیا کې وسله والو د اردن سفیر تښتولی

د انځور حقوق Reuters
Image caption په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي د نظام له ړنېګدا وروسته د تښتونې او وژلو قضیې ډېرې شوې دي.

د لیبیا یوې سرچینې ویلي چې طرابلس کې وسله والو د اردن سفیر تښتولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید الاسود ویلي، یو شمېر په وسله سمبالو مخ پټو کسانو په ملکي جامو کې، چې په موټرو کې سپاره وو، د اردني سفیر فواز العیطان پر لېږدوونکي موټر برید کړی او هغه یې تښتولی دی.

پېښه د سې شنبې په ورځ طرابلس کې شوې ده.

د اردني سفیر چلوونکی وهل شوی او ډبول شوی، خو تښتوونکو د سفیر موټر ته اور ورته کړی دی.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویاندې صباح الرافعي د سفیر تښتول تایید کړي، خو په اړه یې ډېر جزییات نه دي ورکړي.

هغې دا هم ویلي، چې د اردن حکومت له لیبیايي چارواکو سره د دې قضیې په اړه اړیکي نیولي دي.

په لیبیا کې په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي د نظام له ړنېګدا وروسته د تښتونې او وژلو قضیې ډېرې شوې دي.

تر ډېره پر چارواکو، دیپلوماتانو او خبریالانو بریدونه شوي، تښتول شوي او یا هم وهل شوي او ګواښل شوي دي.

په تېره جنورۍ کې هم د مصر ځینې دیپلوماتان تښتول شوي وو، چې بیا وروسته خوشي شول.

ورته مطالب