د ج کوريا د اوښتې بېړۍ ۲۹۰ سپرلۍ ورکې دي

د انځور حقوق REUTERS
Image caption راپورونه وايي تر اوسه ۱۴۷ کسه ژغورل شوي او د پاتې کسانو د ژغورلو هڅې روانې دي

په جنوبي کوريا کې د سپرليو يوه بېړۍ چې ۴۷۶ کسان په کې سپاره و، چپه شوې او ډوبه شوې ده.

په جنوبي کوريا کې په سپرليو د بار اووښتې بېړۍ له ۲۹۰ زيات کسان لادرکه دي. په دغه بېړۍ کې ټولټال ۴۷۶ کسه سپاره وو، چې دوه کسه يې مړه شوې دي.

د دغو کسانو د ژغورنې لپاره په پراخه کچه عمليات پيل شوي او ويل کېږي چې نژدې ۱۵۰ کسان ژغورل شوي دي.

چارواکي وايي پاتې کسانو اوبو ته ټوپ کړي او د ژغورنې ډلو د ور رسېدو انتظار باسي.

دوی وايي دغه کسان د ښوونځي زده کوونکي دي او له انچيون نه جنوبي تفريحي ټاپو جېجو ته روان وو.

د سمندرغاړو ساتونکې او ملکي بېړيو په ګډون ټولټال ۳۴ سمندري بېړۍ د ژغورنې په عملياتو بوختې دي او ترڅنګ يې ۱۸ څرخي الوتکې هم مرستې ته ورغلې دي.

د دغې بېړۍ اخيستل شوي تصويرونه ښيي چې بېړۍ په يوه اړخ ډېره کږه شوې او بيا يې لويه برخه ډوبه شوې او یوه وړه برخه يې ښکاري.

د جنوبي کوريا ولسمشرې پارک جيون هې د سمندرغاړو کماندويانو ته امر کړی چې د بېړۍ پلټنه وکړي.

د جنوبي کوريا چارواکي وايي د ټولو ۴۵۲ سپرليو او د بېړۍ د ۲۴ عملې له ډلې تر اوسه ټول ۱۴۷ کسان ژغورل شوي دي.

د خطر پيغام

تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم، خو عيني شاهدان وايي وړاندې له دې چې بېړۍ کږه او وروسته ډوبه شي د ټکر يو غږ يې واورېد.

يوه مسافر د 'وای، ټي ان' خبري چينل ته ويلي چې: ''موږ يو دروند غږ واورېد او بېړۍ ودرېده. بېړۍ بيا کږه شوه او موږ د دې لپاره چې په خپلو څوکيو پاتې شو د ځان ټينګولو لپاره مو نژدې شيانو ته لاس واچاوه''.

د دغې چپه شوې بېړۍ يوه بل مسافر وويل چې: ''بېړۍ ټکانونه خوړل پيل کړل او کږېده او خلک يو پر بل ورغورځېدل''.

راپورونه وايي هغه مهال چې بېړۍ له ستونزو سره مخامخ شوه، نو مرکز يې ته د خطر پيغام ورکړ.

په سيول کې د بي بي سي يوه خبرياله لوسي ويليم سن وايي د ښوونځي د زده کوونکو ميندې او پلرونه چې ډېر په قهر دي ښوونځي ته د ځواب ترلاسه کولو په موخه راټول شوي دي.

ورته مطالب