د سوري ډرامې "مشر" عبدالرحمن آل رشي ومړ

د انځور حقوق
Image caption عبدالرحمن آل رشي، په ۱۹۳۴ کال د سپمبر پر اوومه، دې د رازونو نړۍ ته سترګې پرانستې او په همدغه ښار کې یې د تل لپاره پټې کړې.

د سوري ډرامې مخکښ لوبغاړی عبدالرحمن آل رشي له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړي ټیک ۵۷ کاله د سینما نړۍ کې روښانه ستوری و.

خو مخکې له دې چې هېواد یې له کورنۍ جګړې راووځي، له نړۍ یې سترګې پټې کړې او سوله یې د یوه بې تعبیره خوب په څیر پاتې شوه.

عبدالرحمن آل رشي، په ۱۹۳۴ کال د سپمبر پر اوومه، د سوریې دمشق کې د رازونو دې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په همدغه ښار کې یې د تل لپاره پټې کړې.

عبدالرحمن د عربي سینما په بېلابېلو رنګونو، ډرامې، فلم، او تلوېزیوني سریالونو کې یوه داسې څیره وه چې ډېرو ورسره خپل زړونه د هنر په رنګین تار تړلي وو.

هغه د سوري هنرمندانو د ټولنې مشري هم پرغاړه لرله، او له بنسټګرو يې بلل کېده.

په وروستیو کې د خواږه غږ لرونکی عبدالرحمن آل رسي د ساه لنډي له ستونزې ډېر کړېده.

د هغه خوږ او جوهري غږ د "غلبېل" او "شام سپوږمۍ" په نامه ډرامو کې د وروستي ځل لپاره واورېدل شو، چې د وروستیو میاشتو روان وضعیت یې پکې انځور کړی و.

په یوه بله ډرامه "باب الحارة" یا /(د کلي ور) کې د عبدالرحمن آل رسي غږ تر عربي نړۍ هاخوا نورو هېوادونو ته هم وغځېد او تر دې چې په افغانستان کې هم د خصوصي تلوېزیونونو له لارې د هنر د مینه والو حافظو ته خپور شو.

د انځور حقوق
Image caption عبدالرحمن د عربي سینما په بېلابېلو رنګونو، ډرامې، فلم، او تلوېزیوني سریالونو کې یوه داسې څیره وه چې ډیرو ورسره خپل زړونه د هنر په رنګین تار تړلي و.

د تېرې پېړۍ اویایمه لسیزه کې، دغه خوږژبی هنرمند د سوریې او عربي نړۍ په بېلابېلو سینمايي ټوټو کې د خپل هنر زړه وړونکې کوډې کړې دې، چې مشهورې یې د "ګیدړ"، "یازرلي"، "پښ"، "مطلوب کس"، د "تېرایستل شوي" او "په لمر کې سړي" په نومونو دي.

د سوریې دغه ممثل د سوري سینما او عرب تماشاچیانو د ویښتیا او هیښتیا لامل وګرځېد، خو د "صحرا غوسه"، د زړور سړي برخلیک"، "چنګیز خان" او "هولاکو" په نومونو سینمايي رنګونو کې د شهرت د بام لوړ پوړ ته پورته شو.

د "کلي ور" ډرامې په لومړیو او دویمو برخو کې آل رشي د "ابو صالح مشر" په بڼه رول لوبولی دی.

اټکل دی، چې په راتلونکې روژه میاشت کې د "غلبېل" په نامه هغه ډرامه خپره شي، چې آل رشي په کې د "الشاغور" کلي د یوه مشر په بڼه ځلېدلی دی.

ورته مطالب