ناټو: د خپلو ملګرو خوندیتوب ته پام کوو

د انځور حقوق AFP
Image caption د ناټو سرمنشي وايې, ختیځه اروپا کې به نور ځمکني، سمندري او هوایي ځواکونه هم ځای پر ځای کړي.

ناټو اعلان کړی چې د اوکرایین د کړکېچ په درشل کې به د خپلو غړو هېوادونو د دفاع لا پیاړوې کولو لپاره نور ګامونه هم پورته کوي.

د ناټو سرمنشي اندرس فوغ راسموسن وویل چې په ختیځه اروپا کې به نور ځمکني، سمندري او هوایي ځواکونه هم ځای پر ځای کړي.

نوموړي زیاته کړه چې دا پوځي ګامونه به ژر تر ژره پورته شي او دفاعي لارو چارو ته به هم له سره کتنه وشي.

بل لور ته د اوکرایین موقت لومړي وزیر آرڅیني یاڅینیوک ويلي روسیه اوکرایین ته ترهګر ور لېږي او غواړي چې د دې هېواد خپلواکي له منځه یوسي.

نوموړي دا خبرې په داسې وخت کې کولې چې په ختیځ اوکرایین کې روسي پلوه بیلتون پالو د دونېڅک په ښار کې لا هم په دولتي ودانیو قبضه کړې وه.

ښاغلي یاڅینیوک تور ولګاوه چې روسي وسله وال په دې نارامۍ کې ښکېل دي.

نوموړي وویل: "تر کومه ځایه چې زه پوهېـږم، روسیې خپل واردات ډېر کړي دي.

پر تېلو او غازو سربېره، روسیه اوس اوکرایین ته ترهګر هم رالېـږي. دا خبره ټولۍ نړۍ ته جوته ده.

خو یوازې روسیې ته دا ښکاري چې اورپکې یې د اوکرایین پر خاوره فعالیت کوي."

دا په داسې حال کې ده چې اوکراییني ځواکونو د هېواد په ختیځ کراماتورسک ښار کې ځینْ دولتي ودانۍ له روسي پلوه بېلتون پالو بېرته نېولې دي.

په دې سیمه کې یو پوځي هوایي ډګر هم بېرته د اوکراییني ځواکونو لاس ته ورغلی دی.

د اوکرایین حکومت دا پوځي ګامونه د ترهرګرۍ ضد عملیات بللي دي.

خو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې اوکراین د داسې ګامونو له اوچتولو ډډه وکړي، که نه نو د ده په وینا، په دې هېواد کې به یوه کورنۍ جګړه پيل شي.

ورته مطالب