اوکراين ته د روسي ځواکونو د استولو خبرداری

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي پوتين هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د روسيې ځانګړي ځواکونه د اوکراين ختيځ کې فعاليت کوي

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين ويلي دا (حق) لري چې اوکراين ته ځواکونه واستوي، خو دی به له دغه ( حق) نه کار وانخلي.

ښاغلي پوتين دغه څرګندونې وروسته له هغه د روسيې پر تلويزيون په ژوندۍ بڼه کولې، چې د ختيځ اوکراين په ماريوپول کې د نښتو په پايله کې د درې روس پلوو مظاهره چيانو د وژل کېدو خبر ورکړای شو.

ولسمشر پوتين ويلي، هيله لري چې دغه کړکېچ د خبرو اترو له لارې هوار شي.

له هغه راوروسته چې د کريميا پر سر لانجه راپورته شوې دا لومړی ځل دی چې په جنيوا کې د اوکراين، روسيې، اروپايي ټولنې او امريکا ترمنځ خبرې پيل شوي دي.

د روسيې ولسمشر د لومړي ځل لپاره ومنله چې روسي ځواکونه په کريميا کې چې تېره مياشت له مسکو سره يو ځای شوه، فعال دي.

مخکې تر دې ده ټينګار کاوه پر کريميا بريدکوونکي مخ پټي وسله وال ځايي کسان دي، چې له ځان نه د دفاع په موخه راوتلي دي.

لويديځ وايي روسيه له هغو فعالينو سره مرسته کوي چې د اوکراين په ختيځ ډونتڅک سيمه کې يې لسګونه حکومتي ودانۍ نيولې دي.

ښاغلي پوتين هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې د روسيې ځانګړي ځواکونه د اوکراين په ختيځه سيمه کې فعاليت کوي.

په کريميا او ډونتڅک کې ډېر روسي ژبي اوسيږي او له روسيې سره يې اړيکې خورا ټينګې دي.

ورته مطالب