ج کوريا: ژغورونکي د بېړۍ ۳۰۰ لادرکه کسان لټوي

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption په دغه بېړۍ کې له ۴۷۰ زيات کسان سپاره وو، چې شاوخوا ۱۷۰ يې ژغورل شوي دي

په هغو کابو ۳۰۰ کسانو پسې د لټون او ژغورنې عملیات دویمې ورځې ته غځېدلي، د یوې کښتۍ د اوښتو له امله په سمندر کې ډوب شوي دي.

راپورونه وايي په دغه بېړۍ کې څه دپاسه ۴۷۰ کسه سپاره دي، چې لويه برخه يې د ښوونځي زده کوونکي دي چې د تفريح لپاره په سيل وتلي وو.

دغه بېړۍ چې د ښوونځي زده کوونکي په کې سپاره وو له انچيون نه جنوبي تفريحي ټاپو جېجو ته روانه وه.

د بېړنیو چارو ډلې اوس په ړنګې شوې کښتۍ تمرکز کوي، چې اوبو ته را په څنډه شوې ده.

تر ۱۷۰ زيات کسان ژغورل شوي، خو د یوه چارواکي له خولې ویل شوي، چې تر دې وروسته د ورکو کسانو ژوندي موندل شوني، نه ښکاري.

د امریکا یوه جنګي بېړۍ په سیمه کې د تیارسئ حالت کې درېدلې ده.

د دغې کښتۍ قومندان جوی ټېنچ بي بي سي ته وویل، چې خرابې هوا د ژغورنې عملیات له ننګونو سره مخامخ کړي دي.

دی وايي: ((موږ نن د هوا له بد وضعيت سره مخامخ شو. وریځې ډېرې راټیټې شوې دي، د لید کچه کمه شوې او باران هم اورېږي. موږ د سويلي کوریا له سمندري ځواکونو سره په ګډه د کښتۍ د ډوبېدو سیمې شاوخوا د لټون او ژغورنې هڅې کوو)).

ښاغلی جوی ټينچ وايي اوسمهال په کار لګیا ماڼوګان ټول د سويلي کوریا دي، خو موږ د چورلکو له لارې د لټون په برخه کې له دوی سره مرسته کوو.

ده په خپلو خبرو کې وويل چې د سوېلي کوریا د غوښتنې په رڼا کې هر ډول مرستې او ملاتړ ته چمتو یو.

د بېړۍ د اووښتو لامل تر اوسه څرګند شوی نه دی.

ورته مطالب