روسیې ته د اوباما د نویو بندیزونو ګواښ

د انځور حقوق Reuters
Image caption اوباما ویلي، پر روسیې مخکني لګول شوي بندیزونه اغېزناکه وو.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پر روسیې د نویو بندیزونو ګواښ کړی دی.

هغه ویلي، چې مسکو باید "اوکرایین کې د ثبات له "څپ څپانده" کولو ډډه وکړي.

د امریکا دا ګواښ وروسته تر هغه شوی، چې ژنیوا کې د اوکرایین او روسي چارواکو ترمنځ د لومړي ځل لپاره د مخامخ نړیوالو خبرو لپاره چمتووالی نیول کېږي.

بل خوا مخ پټو وسله والو د اوکرایین ختیځ د دونیتڅک ښاروالۍ پر ودانۍ برید کړی دی.

وړاندې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتيند جرمني له صدراعظمې انګيلا ميرکل سره د ټيليفوني خبرو پرمهال خبرداری ورکړی، چې اوکراين د "کورنۍ جګړې" پر څنډه ولاړ دی.

خو امریکايي ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړی، که چېرې روسیه د "اوکرایین د څپ څپانده کولو هلې ځلې جاري وساتي" نو له نویو بندیزونو سره به مخامخ شي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې امریکا پر روسیې د نویو احتمالي بندیزونو لست چمتو کړی، خو ګوري چې د ژنیوا غونډه به څه پرېکړه کوي.

نړیوال فشارونه

اوباما ویلي، پر روسیې مخکني لګول شوي بندیزونه اغېزناکه وو.

د انځور حقوق AP
Image caption اوکرایین کې د بي بي سي خبریال وايي، داسې مخ پټي وسله وال یې ولیدل، چې د دونیتڅک ښاروالۍ پر ودانۍ ورننوتل.

خو ګوتنیوونکي وايي، چې په اوکرایین کې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره نورو نړیوالو فشارونو ته اړتیا ده.

اټکل دی، چې د ژنیوا د پنجشنبې ورځې په خبرو کې د روسیې، اوکرایین او امریکا د بهرنیو چارو د وزیرانو په شمول د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست استازې هم ګډون وکړي.

اوکرایین کې د بي بي سي خبریال وايي، داسې مخ پټي وسله وال یې ولیدل، چې د دونیتڅک ښاروالۍ پر ودانۍ ورننوتل.

ځیني روسي پلوي ځواکونه لاهم د اوکرایین ختیځو ښارونو کې پر حکومتي ودانیو واکمن دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې، د روسیې سفیر ویتالي چورکین وویل، اوکرایین د کورنۍ جګړې پر څنډه ولاړ دی.

بل خوا په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې ویلي چې د اوکرایین حکومت شخړې ته د سوله ییز حل په لټه کې دی.

د اوکرایین لنډمهالی لومړی وزیر ارسیني یاتسینیوک روسیه "اوکرایین ته د ترهګرۍ په صادرولو" تورنه کړه، چې په وینا یې مسکو "د اوکرایین د ټیکاو ختمولو هڅه کوي".

له بل پلوه، ناټو پرېکړه کړې ده، چې د اوکرایین پر ختیځو پولو پر اوکرایین د روسیې د یرغل په غبرګون کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.

د ناټو سرمنشي اندري فو راسموسن یوځل بیا له روسیې "په سیمه کې د حل د یوې برخې" په توګه د رول لوبولو غوښتنه وکړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption ناټو پرېکړه کړې ده، چې د اوکرایین پر ختیځو پولو پر اوکرایین د روسیې د یرغل په غبرګون کې خپل پوځي حضور پیاوړی کړي.
د انځور حقوق bbc
Image caption اوکراییني چورلکې پر کراماتورسک ښار چورلېږي.
د انځور حقوق AP
Image caption اوکراییني ځواکونه سلویانسک ته څېرمه راوتلي دي.

ورته مطالب