سویلي کوریا: ماڼوګان ډوبې شوې کښتۍ ته ننوتي

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption تر ۱۷۰ زيات کسان ژغورل شوي دي.

د سوېلي کوریا حکومتي چارواکي وايي، چې د ژغورنې په هڅو کې د یوه مهم پرمختګ په توګه د ماڼو ګانو یوه ډله پر دې توانېدلې، چې د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد له سوېلي ساحل سره نژدې ډوبې شوې کښتۍ ته ورننوځي.

دوی د دې کښتۍ د خوړنځي په ګډون یو شمېر برخې لټولې خو کوم ژوندی پاتې شوی کس یې پکې نه دی موندلی.

تر اوسه پورې په دې پېښه کې د پینځه ویشتو کسانو مرګ تایید شوی، خو د هغو دوه سوه اویا تنو د لټون هڅې د خرابې هوا له کبله له ننګونو سره مخامخ شوې، چې ښايي په دغې اوښتې کښتۍ کې بند پاتې وي. په دغو کسانو کې ډېری ماشومان دي.

ژغورونکې ډلې همدراز هڅه کوي چې دغې راڅنډې ته کړې کښتۍ ته د شونو ژوندیو پاتې شویو کسانو د ژغورل کېدو په موخه اکسیجن هم ورسوي.

له دې مخکې تر ۱۷۰ زيات کسان ژغورل شوي دي، خو د پنجشنبې په ورځ د یوه چارواکي له خولې ویل شوي و، چې تر دې وروسته د ورکو کسانو ژوندي موندل شوني، نه ښکاري.

د امریکا یوه جنګي بېړۍ په سیمه کې د تیارسئ حالت کې درېدلې ده.

د دغې کښتۍ قومندان جوی ټېنچ بي بي سي ته ویلي، چې خرابې هوا د ژغورنې عملیات له ننګونو سره مخامخ کړي دي.

دی وايي: ((موږ نن د هوا له بد وضعيت سره مخامخ شو. وریځې ډېرې راټیټې شوې دي، د لید کچه کمه شوې او باران هم اورېږي. موږ د سويلي کوریا له سمندري ځواکونو سره په ګډه د کښتۍ د ډوبېدو سیمې شاوخوا د لټون او ژغورنې هڅې کوو)).

ښاغلی جوی ټينچ وايي اوسمهال په کار لګیا ماڼوګان ټول د سويلي کوریا دي، خو موږ د چورلکو له لارې د لټون په برخه کې له دوی سره مرسته کوو.

ده په خپلو خبرو کې وويل چې د سوېلي کوریا د غوښتنې په رڼا کې هر ډول مرستې او ملاتړ ته چمتو یو.

د بېړۍ د اووښتو لامل تر اوسه څرګند شوی نه دی.

ورته مطالب