د سوریې په جګړه کې له بهرنیو جګړه مارو ویره

د انځور حقوق AFP
Image caption باور دى چې هالنډ د لويديځې اروپا هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر بهرني جنگيالي ترې سوریې ته د جنګ لپاره ورغلي دي.

بريتانيا د نړۍ يو له هغو هېوادونو دى چې مسلمان جهادیان ترې سوريه کې له جگړې سره يوځاى شوي دي.

باور دا دى چې هالنډ د لويديځې اروپا هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر بهرني جنگيالي ترې دغه هېواد ته ورغلي، خو د بلجيم، فرانسې او ټولو اروپايي هېوادونو نه جنگيالي سورې ته ورغلي دي.

روسيه د يو شمېر هغو چيچنيايي جنگياليو په اړه اندېښمنه ده چې سوريه کې جنگنېږي او ډېرى عرب هېوادونه هم ورته اندېښنه لري او ويره يې دا ده چې ښايي دوى هېواد ته په بيرته ستنېدو سره کوردننه ستونزې رامنځ ته کړي.

د بي بي سي خبریال جيم میور له بیروته په خپل رپوټ کې وايي له يوه کال راهيسې سوريه کې د ياغي ډلو ترمنځ د اسلامي اورپکو شمېر په ډېرېدو دى او سوريه يې د درستې نړۍ د جهاديانو د جاذبې په مرکز اړولى دى.

د عراق د اسلامي امارت په گډون د يو شمېرتندلارو ډلو قومانده د بهرنيانو په لاس کې ده.

ډېرى دوى د لېبيا، تونس، خليج او ځينې نورو هيوادونو نه سوريې ته ورغلي دي.

ځينې يې له اروپا او آن د امريکا د متحده ايالاتونو، کاناډا او استراليا سوريه کې له جگړې سره يوځاى شوي دي.

اټکل دا ده چې شاوخوا ۱۰ زره بهرني جنگيالي سوريه کې جنگېږي.

دې خبرې ټولې نړۍ کې اندېښىنه رامنځ ته کړې او همدا آن هغه هېوادونه هم سره متحد کوي چې کېداى شي د سوريې د سياسي کړکيچ په بل اړخ کې وي.

ويره دا ده چې دغه جنگيالي به د جگړې له نويو تجربو او تندلارې اسلامي ايډلوژۍ سره هېواد ته ستانه شي.

د سوريې په جگړې کې د سلگونو چيچنيايي جنگياليو د ښکيلتيا له کبله روسيې او لوېديځ دواړو اندېښنه ښودلې ده.

د ورته دليل پر بنسټ عربۍ نړۍ کې سعودي عرب چې د سوري دولت پرضد د جگړې مهم ملاتړى دى سوريې ته د ورتگ د مخنيوي په موخه يې نوې جزاگانې معرفي کړي دي.

ورته مطالب