اوکرایین کې یهودانو د خپل امنیت غوښتنه کړې

د انځور حقوق UNIAN
Image caption د اوکرایین په دنېڅک ښار کې ۱۵ سوه یهودان میشت دي او له چارواکو غواړي چې د دوی امنیت خوندي کړي.

د اوکرایین په ختیځ کې د یهودانو مشر وروسته له هغه د دغه هېواد پر امنیتي ځواکونو د خپلې ټولنې د خوندي ساتلو غږ وکړ چې یو شمېر کسانو چې پوزکي یې وهلي وو پر خلکو د ګواښ پاڼې ووېشلې.

د اوکرایین په دنېڅک ښار کې ۱۵ سوه یهوادن میشت دي.

په وېشل شویو پاڼو کې د روسي پلوه ډلې خلکو جمهوریت له خوا لاسلیک شوی خو نوموړې ډله وايي چې دغه پانې جعلي دي او په دې خاطر وېشل شوي چې د مسکو پلوي کمه کړي.

بي بي سي هغه تصویرونه لېدلي چې دغه پاڼې په کې وېشل کېږي.

د بي بي سي خبریاله نتیالي انتیلیوا په دې اړه په خپل رپوټ کې وايي د امنيتي کامرو تصویرونه سړي او ښځې ښيي چې د مذهبي مراسمو له پرځاى کولو وروسته د يهوديانو د عبادت ځاى د باندې ټول شوي او پوزکی وهلى سړى يې ناڅاپه منځ کې څرگندېږي.

د سړي لاس کې د کاغذونو بنډل دى.

ورته درې څلور نور سړي هم څرگندېږي او پر خلکو د کاغذونو د وېشلو ترڅنگ پر ديوالونو يې هم ځوړندوي.

ليک او تريخ پيغام يې په څو ساعتونو کې د فېسبوک او ټوېټر پر پاڼو هم راوځي.

په ليک کې راغلي "کييف کې د اروپايي پلوه دولت د ملاتړ له کبله يهوديان بايد له نويو بيلتون پالو چارواکو سره ځانونه راجسټر کړي يا ځانگړې ماليې ورکړي او يا هم دا سېمې پرېږدي."

د ادعا له مخې د ليک په پاى کې د دنېڅک د روسي پلوه جمهوريت د مشر لاسليک شوى دى.

خو د دغه جمهوريت استازو بي بي سي ته وويل چې دغه پاڼې د دوى نه دي.

هغه وويل دا جعلي ليک دى چې د دوى د بي اعتباره کولو په موخه جوړ او پر خلکو کې وېشل شوى دى.

سيمه کې د يهوديانو يو مشر عالم پنخاس واشيدسکي وويل دا په ده پورې اړه نه لري چې د ليک د ليکوال په اړه پلټنه وکړي.

هغه وويل دا مهمه نه ده چې څوک د دغه ليک ترشا دى خو ليکنه يې ١٩٤٠ کلونو کې د جرمنيانو پيغام ته ورته دى ځکه دوى يې په اړه اندېښمن دي.

ښاغلي واشيدسکي بي بي سي ته وويل د اوکرايين له امنيتي ځواکونو غواړي چې د يهوديانو د ټولنې امنيت خوندي کړي.

خو اوکراييني چارواکو ته گرانه ده چې ختيځ اوکرايين کنټرول کړي ځکه دغلته ډېری حکومتي ودانۍ د روسي پلوه مليشو له لوري نيول شوي دي.

ورته مطالب