په سندهـ کې ترافيکي پېښې ۴۰ کسان وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پوليس وايي د بس چلوونکی هم په دغه پېښه کې مړ شوی دی

د پاکستان د سندهـ ايالت په سکهر ولسوالۍ کې د يوه بس موټر او ټېلر ترمنځ د ټکر له امله لږترلږه ۴۰ کسه وژل شوي او زيات نور ټپيان دي.

د روغتون چارواکي وايي په وژل شويو کې ۱۲ ماشومان او ۱۳ مېرمنې هم شته دي.

ډاکټران وايي د بس سپرليو ډیری مړي شوي کسان په سر او سينه لګېدلي او له همدې امله ژر مړه شوې دي.

ځايي پوليسو خبري رسنيو ته ويلي، چې په دغه پېښه کې د وژل شويو ۱۹ کسانو پيژندګلوي شوې او د نورو پيژندګلوي روانه ده.

پوليس د پېښې پړه د بس پر چلوونکي اچوي، چې په خبره يې له بې احتياطۍ يې کار اخيستی دی.

د دوی په خبره بس چلوونکی په چپ لاس له ټېلر نه مخکې کېده چې دواړه سره ولګېدل.

دوی وايي د بس موټر چلوونکی هم په دغه پېښه کې مړ شوی دی.

پوليس وايي په چپ لاس له موټر نه مخکې کېدل غير قانوني دي، خو په پر لويو لارو ډیری واړه او لوی موټر يو له بل نه په غلط لاس مخکې کېږي، چې د دا ډول پيښو لامل ګرځي.

د ټکر سيمې ته يو ورغلی خبريال وايي دغه لويه لار له ګهوټکي نه تر سکهر پورې بيارغول کېږي او له همدې مله ټول موټر پر يوه سړک تګ راتګ کوي.

ورته مطالب