"برتانیا کې دې له بهرنیو ډاکټرانو ازموینه سخته شي"

Image caption څيړنه خبردارى ورکوي چې برتانیا کې ډېرو بهرنيو ډاکټرانو د ورکړل شویو دندو وړتیاوې نه لرلې.

په برتانيا کې يوه نوي پلټنه وايي د هغو ډاکترانو نه چې له بهره دغه هېواد ته د کار لپاره راځي ډېره گرانه ازمونيه بايد واخيستل شي چې د برتانيا له ميعارونو سره برابره وي.

د لندن پوهنتون څيړونکو وموندله چې په برتانيا کې د طب پوهنتون څخه د فارغ شويو محصلينو او هغه چې له بهره دغه هېواد ته راځي په کار کې لوى توپيرونه شته نو ځکه له بهره راغلو ډاکترانو څخه چې کومه ازموينه اخيستل کېږي بايد معيار يي ډېر لوړ وي.

خو د برتانیا د نړيوالو ډاکترانو ټولنه بيا د څيړنې موندنې نه مني او وايي چې د لوړ معيار ازموينه بايد د طب له ټولو محصلينو که هغه په کور دننه دي يا بهر نه راځي يو شان واخيستل شي.

دغه څيړنه چې د برتانيا د طب عمومي شورا په مټ تر سره شوې وايي هرکال له برتانيا نه بهر په اخیستل شوې ازموينه کې ۱۳۰۰ ډاکتران بريالي کېږي او د هغوي ژبني او طبي وړتياوې هم ارزول کېږي.

خو څيړنه خبردارى ورکوي چې وروسته بيا د دوى له کاره معلومه شوې چې سم نيمايي ډاکترانو د ورکړل شوې دندې وړتياوې نه لرلې.

اوس څيړونکي وړانديز کوي چې په ازموينه کې د بري نمرې بايد له ٦٣ څخه ٧٦ سلنې ته لوړې شي.

شمېرو وښودله چې په ٢٠١٢ م کال کې ٦٦٩ ډکتران يا له دندو شړل شوي او يا هم د څو اوونيو لپاره له کاره گوښه شوې وو چې له هغوي څخه ٤٢٠ ډاکتران له بهره برتانیا ته راغلي وو.

د برتانیا د نړيوالو ډاکترانو ټولنه وايي له بهره راغلي ډاکتران د برتانیا ملي روغتيا څانگو کې ډېر مهم رول لوبوي او خورا لويه ونډه لري او د ملي روغتيا څانگې به د دې داکترانو له شتون پرته تر ډېره ونه پايېږي.

خو وايي د ناروغانو ساتنه هم ډېره مهمه ده.

ځیني څيړونکي دا استدلال وړاندي کوي چې برتانیا ته له بهره راغلي ډاکتران کېداى شي ډېرې ستونزې رامنځ ته کړي چې د څيړونکو په وينا ژبني توپېرونه او توکم پالنه په کې راځي.

د برتانیا د نړيوالو ډاکترانو ټولنه وايي که له بهره راغلو ډاکترانو لپاره په برتانيا کې طبي ازموينه ډېره سخته شي نو کېداى شي چې په دې هېواد کې د ډاکټرانو کمښت رامنځ ته کړي.

په برتانيا کې څه باندي ٩٥ زره بهر کې روزل شوي داکتران اوس مهال په کار بوخت دي چې د هېواد د ډاکترانو دريمه برخه جوړوي.

ورته مطالب