سعودي: ځانمرګي برید کې ۵ تورنو ته د اعدام سزا

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سږ کال سعودي عربستان پر القاعدې پورې هغه تړلې ډلې په ترهګرو کې راوستلې، چې سوریه کې جنګېږي.

په سعودي عربستان کې پنځه کسان د لوېدیځوالو پر یوه استوګنځي په ځانمرګي برید کې د ښکېلتیا په تور په اعدام محکوم کړي. برید په ۲۰۰۳ کال ریاض کې شوی و.

سعودي عربستان د لوېدیځوالو پر یوه استوګني په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو په تور پنځه کسان په اعدام محکوم کړي دي.

په ۲۰۰۳ کال ریاض کې پر یوه استوګنځي ځانمرګی برید شوی و.

سعودي محکمې پخپله پرېکړه کې په یاده پېښه کې ۳۷ نورو ښکېلو کسانو ته د زندان سزا ورکړې ده.

د دوی د بند موده له درو کلونو نیولې تر ۳۵ کلونو پورې ده.

د ۲۰۰۳ کال د برید پړه د القاعدې شبکې پرغاړه اخیستې ده، چې په لړ کې یې لسګونه کسان وژل شوي وو.

په سعودي کې تر برید وروسته د القاعدې جنګیالي په ۲۰۰۹ کال یمن ته وتښتېدل، چې اوس هلته په ګرده نړۍ کې د القاعدې تر ټولو خطرناکه ډله ګڼل کېږي.

په وروستیو میاشتو کې د سعودي حکومت سلګونه سخت دریځي تورن محاکمه کړل، ګڼ یې بندیان کړل، او پر یو شمېر یې د اعدام حکمونه وکړل.

په دغو کسانو کې داسې تورن هم شته چې د عراق او افغانستان جګړو کې یې همکاري او ګډون کړی دی.

سږ کال سعودي عربستان پر القاعدې پورې هغه تړلې ډلې په ترهګرو کې راوستلې، چې سوریه کې جنګېږي.

ورته مطالب