د بوستن ځغاستونکو د بم قربانیانو درناوی وکړ

د انځور حقوق Getty

د بوستن د ماراتون ځغاستې ګډونوالو د ځغاستې پیل په درشل کې تېرکال په بمي چاودنو کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو د درناوي لپاره چوپتیا غوره کړه.

شاوخوا ۳۶۰۰۰ کسان ‍په دغې ډله ییزې ځغاستې کې ګډون کوي، چې تر پخوا ۹۰۰۰ ډېر دي او اټکل کېږي، چې ۵۰۰۰۰۰ تنه به يې ننداره وکړي.

د ماراتون امنيت د خوندې کولو په موخه د چارواکو له لوري کلک امنيتي تدبیرونه نیول شوي دي اود خلکو سخته پلټنه کېږي.

تېرکال د سیالۍ پر مهال د ځغاستې لیکې ‍په پای کې دوه بمونه وچاودېدل چې درې يې وو‌ژل او تر ۲۶۰ ډېر يې ژوبل کړل.

سیمه کې د بي بي سي خبريال وايي هیڅکله هم د دې سیالۍ لپاره دومره کلک امنیتي تدبیرونه نه و نیول شوي.

کلک امنیت

د ماراتون د ځغاستې کرښه ۴۲،۲ کیلومتره واټن لري چې د امنیت لپاره يې د قانون د پلي کولو بېل بېل ځواکونه د کرښې په دواړو اړخونو کې ځای په ځای شوي دي.

د بوستن پولیسو ۸۰۰۰ اوسپنیزه خنډونه لګولي چې د تېر کال په پرتله ۱۲۰۰ ډېر دي.

چارواکو ویلي چې دغه تدبیرونه به خوندې سیالۍ ډاډه کړي.

ځغاستونکي اود کورنۍ غړي يې د یکشنبې په ورځ د ځغاستې کرښې پای برخه کې ځایونه نیولي دي.

د تېر کال بمي چاودنو تورن جوهر تڅارنایف به د نوومبر پر میاشت محاکمه شي.

‍پر هغه ۳۰ تورنه لګول شوي چې ۱۷ يې د مرګ سزا لري.

پلټونکي وايي چې نوموړي له خپل مشر ورور تیمورلنګ سره د بخار په دوو دیګونو کې چاودېدونکي توکي ځای په ځای کړي و.

تیمورلنګ د پولیسو له لوري وویشتل شو چې وروسته له خپلو ټپونو مړ شو.

ورته مطالب