هند: کښتۍ اوښتو پېښه کې شپږ ماشومان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د پولیسو په وینا دغه کښتۍ کې ۲۵ کسان ناست وو.

د هند په مرکزي مدهیه پردېش ایالت کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله شپږ ماشومان وژل شوي او د څلورو نورو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی.

رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه پېښه د یکشنبې په شبه رامنځ ته شوې او ویره څرګنديږي، چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر زیات شي.

د ځايي پولیسو مشر، ایم کي دویدي بي بي سي ته وویل، چې د ډوب شویو کسانو د لټون چارې روانې دي.

د نوموړي په خبره له سیند نه د شپږو ماشومانو جسدونه ایستل شوي دي. د پولیسو په وینا دغه کښتۍ کې ۲۵ کسان ناست وو.

د پولیس افسر په وینا د مرستندویانو ډله د پېښې ځای ته رسېدلې ده.

د نوموړي په وینا ډوب شوي کسان د شپې ناوخته د خپلوانو له کوره خپلو کورونو ته ستندېدل.

د ځايي پولیسو یوه بل مشر وي ساتنکر وايي، کښتۍ ډېره زړه وه او پکې له کچې زیات کسان کېناستل، چې له کبله یې کښتۍ ته اوبه ننوتې، کښتۍ وتمبېده او پړمخه واوښته.

له پېښې وروسته یو شمېر کسان په لامبو وهلو له اوبو ووتل.

د بې درکو کسانو لټون دوام لري. د یوه ځايي خبریال ایس نیازي په خبره له پېښې وروسته ۱۸ کسان بې درکه دی، چې د لټون چارې یې روانې دي.