سعودي عربستان کې موټر چلوونکې مېرمن نیوله شوې

د انځور حقوق AP
Image caption سعودي عربستان کې یوازې نارینه وو ته د موټر چلولو لپاره لایسنس ورکول کېږي.

سعودي عربستان کې چارواکو یوه مېرمن له دې کبله نیولې، چې وايي پر مېرمنو د ګاډي چلولو له بندیزه یې سر غړاوی کړی.

ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه ۲۳ کلنه مېرمن په ختیځ کتیف ولایت کې نیوله شوې او وروسته په ضمانت خوشې شوې ده.

چاروکو د یادې مېرمنې خاوند هم جریمه کړی او د دوی ګاډی یې د ۷ ورځو لپاره بند کړی دی.

سعودي عربستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې پکې مېرمنې د ګاډي چلولو اجازه نه لري. که څه هم دغه بندیز د سعودي عربستان د قوانینو برخه نه دی، خو په کلتوري او ټولنیزه توګه د دغه کار اجازه نه ورکوله کېږي، چې له کبله یې مېرمنو ته د ګاډي چلولو لپاره لایسنس نه ورکول کېږي او له همدې امله د موټر چلولو پر مهال کېدای شي ونیولې شي.

د دغه هېواد پولیس دغه بندیز پلي کوي او نیول او جریمه کوي.

سعودي عربستان کې یوازې نارینه وو ته د موټر چلولو لپاره لایسنس ورکول کېږي.

پروسږ کال سعودي عربستان کې د ښځو موټر چلولو پلوي سازمان ( وومن ټو ډرایو) کمپاین کاوه، چې پکې یې له ښځو غوښتل، چې دغه بندیز مات کړي او پر سړکونو ګاډي وچلوي.

د رپوټونو له مخې د هغه کمپاین لړ کې له ۶۰ ډېرو ښځو پر سړکونو ګاډي وچلول او چارواکو پر ۱۶ مېرمنو د ګاډي چلولو له کبله جریمې ولګولې.

ورته مطالب