د ج کوريا بېړۍ کې د مړو شمېر له ۱۰۰ واوښت

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه وايي تر اوسه ۱۷۴ کسان ژغورل شوي دي

وروسته له هغه چې غوپه وهونکو نور جسدونه له بېړۍ راوويستل د جنوبي کوريا په اووښتې بېړۍ کې د مړو شويو کسانو شمېر له ۱۰۰ واوښت.

اوس په دغه پېښه کې د ۱۰۴ کسانو مړينه تاييد شوې، خو نور ۱۹۸ کسان لا هم لادرکه دي، چې ښايي بند پاتې وي.

دغه بېړۍ چې ډېری سپرلۍ يې د ښوونځي زده کوونکي وو پر يوه اړخ له کږېدو وروسته په بل مخ اووښتې، خو لامل يې لا نه دی معلوم.

د بېړۍ اووه کسه عمله نيول شوې او پر دوی له دې امله کلکه نيوکه کېږي، هغه مهال چې بېړۍ کږېده د سپرليو په ويستو کې پاتې راغلي دي.

د جنوبي کوريا ولسمشرې د دوشنبې پر ورځ د بېړۍ د عملې کړنه وغندله او د دغو کسانو مړه کېدل يې له )قتل سره تشبيه( کړل.

د سيول په نوم بېړۍ د سپرليو له ډلې ۱۷۴ کسه يې ژغورل شوي دي.

دغه کسان له انچيون نه د جوجو تفريحي ټاپو ته روان وو، چې بېړۍ جوجو ته نژدې له کږېدو وروسته واوښته.

په بېړۍ کې ټولټال ۴۷۶ کسان سپاره وو، چې ۳۳۹ يې زده کوونکي او ښوونکي دي.

سره له دې چې اوس د ژوندوي پاتې کسانو تمه نژدې په ختمېدو ده، پوځي غوپه وهونکي په اووښتې بېړۍ کې په جسدونو پسې ګرځي.

د دغې بېړۍ د اووښتو يوه اوونۍ کېږي، خو لا هم لسګونه کسان بې درکه دي او معلوم نه دي چې به بېړۍ کې دننه به ايسار پاتې وي او که سمندر کې به ډوب شوي وي.

ورته مطالب