د پاکستان دفاع وزارت د جيو خپرونو بندېدل غوښتي

د انځور حقوق AFP
Image caption دفاع وزارت وروسته له هغه د جيو نيوز خپرونو بندول غوښتي چې پر حامد مير د بريد پړه پر آی اس آي واچول شوه

د پاکستان د دفاع وزارت د رسنيو د څار له ادارې غوښتې، چې د پاکستان د خصوصي تلويزيوني چينل جيو خپرونې په سملاسي ډول وځنډوي.

د دفاع وزارت له دغې ادارې غوښتې چې د حقايقو له څرګندېدو وروسته دې د دغه خبري چينل اجازه ليک هم لغوه کړای شي.

د دفاع وزارت يوه لوړپوړي چارواکي آصف ياسين ملک د بي بي سي اردو څانګې ته په خبرو کې ويلي، چې د جيو نيوز پر ضد يې د رسنيو د څار ادارې ته غوښتنليک استولی دی.

د دفاع وزارت يوې وياندې ناريته فرحان بي بي سي ته د جزيياتو ورکولو پر مهال ويلي، د دفاع وزير خواجه آصف د قانون پر بنسټ د رسنيو د څار له ادارې غوښتې، چې د جيو ادارې پر وړاندې دوسيه جوړه کړي.

د دفاع وزارت دريځ دا دی چې د جيو ادارې د يوه حکومتي ارګان پر وړاندې داسې سپکوونکي شيان خپاره کړي، چې خپرول يې نه و په کار.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي و، چې د جيو تلويزيون د يوې سياسي خپرونې پر چلوونکي حامد مير له بريد وروسته پرته له ثبوت نه د پاکستان په ملي ادارو بريد او پر هغو د پړې اچول د اندېښنې وړ خبره ده.

د شنبې پر ورځ پر خبريال حامد مير له بريد لږ وروسته د هغه ورور عامر مير وویل: ''حامد مير ويلي و، که پر ده بريد وشو نو مسوول يې د پاکستان استخباراتي اداره آی اس آی او د دغې ادارې مشر کېدای شي''.

د يکشنبې پر ورځ د جيو خصوصي تلويزيون مشر عمران اسلم اردو بي بي سي ته ویلي و، چې په عريضه کې د آی اس آی او د دغې ادارې د مشر د نوم ليکلو پرېکړه به پخپله حامد مير کوي.

ده ويلي دي: ''نه يوازې حامد مير بلکې د هغه ورور عامر مير هم د بريد تور پر آی اس آی ادارې او د دغې ادارې پر مشر جنرال ظهير الاسلام لګولی دی. حامد مير پخپله هم څو ځله ويلي، چې استخباراتي ادارې ښايي د ده د دريځ له امله له هغه غچ واخلي''.

حامد مير د شنبې پر ورځ په کراچۍ ښار کې له هوايي ډګر نه د دفتر پر لور روان و، چې د يوه وسلوال له لوري پرې ډزې وشوې او درې مرمۍ ولګېد.

ورته مطالب