م. م جنوبي سودان کې توکميزې وژنې غندلې دي

د انځور حقوق AFP
Image caption راپورونه وايي شاوخوا ۲۰۰۰ کسان يوازې د کالي بالي په جومات کې وژل شوي دي

ملګري ملتونه وايي وروسته له هغه چې تېره اوونۍ د جنوبي سودان ياغيانو د تيلو لرونکی ښار بينتيو ونيو، په توکميز ډول سلګونه کسان وژل شوي دي.

په جنوبي سودان کې د ملګرو ملتو ماموريت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغو کسانو يو جومات، يوه کليسا او يو روغتون په نښه کړي دي.

په اعلاميه کې زياته شوې چې په ځايي راډيويي چنيلونو باندې کرکچنې ويناوې خپرېږي او له خلکو په کې غوښتل کېږي چې اصلي ډلې ښايي له ښارګوټي ووځي او له سړيو غواړي چې پر ښځو جنسي تېری وکړي.

د نيور ټولنه د ياغيانو د مشر رېيک مشار پلويان دي او ولسمشر سلوا کيير د ډينکا ټولنې غړی دی.

داسې راپورونه هم شته چې ياغيان ډينکا توکمي وژني او پوځ له هغه راهيسي چې تېر ډسمبر شخړه راپورته شوې د نيور قبیلې کسان وژني.

له هغه راوروسته چې دا جګړه پيل شوې د نړۍ په دې بې وزله هېواد کې له یو ميليون ډېر کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

راپورونه وايي شاوخوا ۲۰۰۰ کسان د کالي بالي په جومات کې چې دوی په کې پناه اخیستې وه، وژل شوي دي.

دغه راز په يوه روغتون کې د نيور قبلې سړي، ښځې او ماشومان چې له وسلوالو پټ شوي وو، هم وژل شوي دي.

د ملګرو ملتو له لوري دغه اعلاميه پر داسې مهال خپرېږي چې د دغه سازمان د بشري حقونو لوړپوړی چارواکی ټوبې لنزېر د يکشنبې او دوشنبې پر ورځو په بنتيو کې و.

ده بي بي سي ته ويلي چې په بنېتيو کې وضعيت ټکان ورکوونکی و او تر دې وړاندې له دا ډول حالت سره نه و مخامخ شوی.

ورته مطالب