بايدن: خبرې بس دي، روسيه دې اوس عمل وکړي

د انځور حقوق AP
Image caption تمه کېږي چې ښاغلى بايدن له کييف سره د يو لړ مرستو اعلان وکړي

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايدن وايي هېواد يې د "شرموونکو" گواښونو په وړاندې د اوکرايين له نوې مشرتابه سره ولاړه ده، د نوموړي اشاره په څرگنده روسيې ته ده.

ښاغلي بايدن چې دا څرگندونې د اوکرايين په پلازمېنه کييف کې د دغه هېواد يوې پارلماني غونډې ته کولې وويل "روسيه بايد نور خبرې ودروي او د ترينگلتيا د کمولو په لړ کې عملي گام واخلي."

د امريکا مرستيال ولسمشر گواښ وکړ چې د روسيې له لوري پارونکى چلند به دغه هېواد لا گوښى کړي.

کييف ته د امريکا د مرستيال ولسمشر سفر نوي لوېديځ پلوي حکومت سره د لوېديځوالو د ملاتړ يوه برخه ده.

ښاغلي بايدن د اوکرايين له لنډ مهالي ولسمشر اولکساندر تورچينوف او لومړي وزير ارسيني يتڅنيوک سره هم وليدل.

د اوکرايين پارلمان ته په څرگندونو کې ښاغلي بايدن وويل، دغه هېواد له خورا سترو ستونزو سره مخامخ دى.

نوموړي د اوکرايين نويو چارواکو ته د فساد پر ضد پر مبارزې ټينگار وکړ او وې ويل "فساد ستاسو د هېواد په سيستم کې اخښلى دى."

تمه کېږي چې ښاغلى بايدن د اقتصاد او انرژۍ په گدون له کييف سره په تخنيکي برخو کې د يو لړ مرستو اعلان وکړي.

ناڅرگنده سياسي وضع

بل لوري ته د اوکرايين په ختيځ کې حالت اوس هم ناڅرگند دى.

د هغو دريو وگړو د جنازې مراسم تر سره شول چې تېره يکشنبه په سلويانسک ښار کې د روسي پلويو بيلتونپالو پر يوې پوستې په بريد کې ووژل شول.

بيلتونپالي وايي بريد د توندلارو ملتپالو له لوري تر سره شوى، خو د کييف حکومت بيا وايي د بريد تر شا روسيه ده او موخه يې د خلکو د پارول دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption بل لوري ته د اوکرايين په ختيځ کې حالت اوس هم ناڅرگند دى

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف بيا اوکرايني چارواکي له هغه تړونه په سر غړونې تورنوي چې د کړکېچ د هواري په موخه، تېره اوونۍ په جينيوا کې لاسليک شو.

کرېملېن وايي ښاغلي لاورف پر ټيليفون د امريکا له بهرنيو چارو وزير جان کېري نه وغوښتل چې پر کييف خپل اغيز وکاروي، او هلته له احساساتي کسانو وغواړي چې د خونړي بريد مخه ډب کړي.

د جينيوا په تړون کې چې د اپرېل پر ١٧ لاسليک شو، د اوکرايين په ختيځ کې د تاوتريخوالي د سملاسي ودرولو، د وسلوالو ډلو له لوري د وسلو سپارنې او د دولتي ودانيو پرېښوولو غوښتنه شوې.

د اوکرايين خلک د مې پر ٢٥ د نوي ولسمشر د ټاکنې لپاره د رايو مرکزونو ته ځي.

له سياسي کړکېچ نه، د اوکراين د را اېستلو لپاره چې له ١٩٩١ م کال، د اوکرايين د خپلواکې راهيسې تر ټولو ژور دى، راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې خورا مهمې او حياتي بلل کېږي.

ورته مطالب