د ج کوريا لومړي وزير چنګ هانګ استعفا وکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption تر اوسه له اووښتې بېړۍ ۱۸۳ جسدونه ويستل شوي، خو له ۲۵۰ زيات کسان لا هم لادرکه دي

د جنوبي کوريا لومړي وزير چنګ هانګ ون اعلان کړی، چې د ډوبې شوې کښتۍ په پېښه کې پر حکومت د نيوکو له امله له خپلې دندې استعفا ورکوي.

په دغه بېړۍ کې ۴۷۶ کسان سپاره و او له اووښتو وروسته ۱۷۴ مسافر يې ژغورل شوي دي.

د وژل شويو ډېری يې د جنوبي سيول د يوه ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي وو.

د سيول په نوم دغه بېړۍ د شمال لويديځې سيمې انچيون نه جنوبي تفريحي جزيرې جوجو پر لور روانه وه او دوه ساعته لا نه وو تېر شوي چې واوښته او ډوبه شوه.

تر اوسه له اووښتې بېړۍ ۱۸۳ جسدونه ويستل شوي، خو له ۲۵۰ زيات کسان لا هم لادرکه دي او اټکل دا دی چې مړه شوي به وي.

د پېښې د قربانيانو خپل خپلوانو څو ځله د ژغورنې او مرستو پر هڅو نيوکه کړې او د هغو په اړه يې شکايت کړی دی.

د ډوبې شوې مسافر وړونکې بېړۍ ۱۵ کسه عمله نيول شوې او پر هغوی د بې پروایی تورونه لګول شوي دي.

لومړي وزير چنګ هانګ ون وویل غوښتل يې مخکې استعفا ورکړي، خو له پېښې سره چلند مهم و او د ده په فکر له تللو مخکې د مرستو هڅې همغږي کول مهم و.

ده وويل: ''ما اوس د خپلې دندې د پرېښودو پرېکړه کړې ده، چې پر حکومت باندې پېټی نه شم''.

د پېښې په بله ورځ هغه مهال چې لومړی وزير د قربانيانو له کورنيو سره د ليدو لپاره تللی و، د هغه پر ضد شعارونه ورکړل شول او يوه کس په بوتل د هغه د ويشتلو هڅه وکړه.

ورته مطالب