اروپا پر روسيې د نورو بنديزونو په تکل کې ده

د انځور حقوق AFP
Image caption بيلتون غوښتونکو د اتو نيول شويو کسانو له ډلې يو خوشې کړی دی

د اروپايي ټولنې دپلوماتان نن بيا سره جرګه کېږي، چې په اوکراين کې د مسکو د کړنو له امله د بنديزونو لپاره د نورو روسانو نومونه په ګوته کړي.

د امريکا متحد ايالات او د جي اووه هېوادونه هم پلان لري چې د روسيې پر وړاندې نور ګامونه پورته کړي.

دوی روسيه د اوکراين په بې ثباتۍ تورنوي، هغه ادعا چې روسيې بيا بيا رد کړې ده.

بل خوا د اوکراين په ختيځ کې روس پلوو بیلتون غوښتونکو د اروپا د اتو څارونکو له ډلې چې يرغمل کړې يې دي يو يې د الوويانڅک په ښار کې خوشې کړی دی.

د خپرو شويو راپورونو له مخې خوشې شوی کس د سويډن دی چې د روغتيايي لاملونو له امله خوشې شوی دی.

بيلتون غوښتونکو چې مخونه يې پټ وو، دغه څارونکي تر دې وړاندې رسنيو ته ښوولي وو. جرمني دغه ګام (کرکجن) بللی دی.

له بيلتون غوښتونکو سره د پاتې اوو کسانو د خوشي کېدو لپاره چې څلور يې جرمنيان دي، هڅې روانې دي.

دغه کسان چې د اروپا د يوه سازمان څارونکي دي د جرمني، سويډن، ډنمارک، پولنډ او چک هېوادونو اتباع دي.

د هغو اوکرايني سرتېرو په اړه هېڅ معلومات نه شته چې له دغې ډلې سره يو ځای د بیلتونپالو منګلو ته کېوتي دي.

د اوکراين په ختيځ کې وسلوالې ملېشو لا هم دولتي ودانۍ په خپله ولکه کې لري او د نورو د نيولو هڅې کوي.

روسيې ويلي ټولې هغه لارې چارې به وکاروي چې له مخې يې دغه نيول شوي کسان خوشي شي.

ورته مطالب