مصر: ۶۸۳ کسان په اعدام محکوم شول

Image caption خبریالان وايي، د تورنو کسانو ځینې ښځینه خپلوانې د محکمې حکم له صادرولو سره بې سده شوې.

مصر کې وکیلان وايي، یوه قاضي په یوې ډله ییزې محاکمې کې د اخوان المسلمین مشر محمد بدیع په ګډون ۶۸۳ کسان په اعدام محکوم کړل.

ښاغلی بدیع او ۶۸۲ کسان د لرې شوي ولسمشر محمد مرسي له پلویانو څخه و، چې د پولیسو پر یوې اډې د برید په تور نیول شوی وو.

د مارچ په میاشت کې هم ۵۲۹ کسان په همدې تور د مرګ په سزا محکوم شوی وو، چې د ۴۹۲ کسانو حکم یې لغو شو، او ډېر یې په عمري بند محکم شول.

هغه برید چې دغه ډله پرې تورنه شوې، د مصر په سوېل کې د کب په میاشت کې هغه مهال پېښ شو چې امنیتي ځواکونه د ښاغلی مرسي له دو ډلو اعتراض کوونکو پلویانو سره په نښته واوښتل.

پلویانو یې واک ته د ښاغلي مرسي ګرځیدل غوښتل.

د تورونو څېړلو او په چټکتیا سره د حکمونو صادرولو بهیر د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له نیوکو سره مخامخ شوی.

د بشري حقونو څارونکو د رپورټونو پر بنسټ هرې محکمې یوازې څو ساعته وخت ونیو او د تورنو کسانو مدافع وکیلانو ته د دفاع وخت ورنه کړای شو.

خبریالان وايي، د تورنو کسانو ځینې ښځینه خپلوانې د محکمې حکم له صادرولو سره بې سده شوې.

د تېر جون میاشت کې چې ښاغلی مرسي له واکه لرې شو د اخوان المسلمین له پلویانو سره ډېر سخت چلند کېږي.

د دې ډلې زرګونه غړي نیول شوي او سلګونه کسان یې له امنیتي مامورینو سره په نښتو کې وژل شوي.

موقت حکومت د اخوان المسلمین ډله چې د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي له ملاتړه برخمنه وه تروریستي ډله ګڼي.

ورته مطالب