په سوریه کې د بېلري بمونو پراخه کارونه

د انځور حقوق AFP
Image caption بېلري بمونه د تېلو یو ډول فلزي ستر بېلرونه دي چې له چورلکې را غورځول کېږي.

د سوریې حکومت له خوا د بې رحمه بمباریو، په ځانګړي توګه د بېلري بمونو له مله په تېره میاشت کې د حلب ښار نه لسګونه زره خلک تښتېدلي دي.

دا د تېلو فلزي ستر بېلرونه له چورلکې غورځول کېږي.

د بي بي سي خبریالانو ته د لومړي ځل لپاره اجازه ورکړل شوې چې د حلب ښار ته ورشي او حالات له نېږدې وګوري.

د بي بي سي ایان پانېل په خپل رپوټ کې کاږي، په تېرو څو دقیقو کې یو بل بېلري بم، البته دوه نور په دې ګاونډ کې را پرېوتل.

تاسې کولی شئ دلته هغه نه مننونکې ویجاړي وګورئ چې د ولسي وګړو په سیمو کې د څو میاشتو بمباریو له امله شوې ده.

دلته ډېرې ودانې تشې دي ځکه معلومه ده چې خلکو دغه سیمه پراېښي ده.

داسې ویل کېږی چې د حکومت له خوا د بې رحمه بمباریو په ځانګړي توګه د بېلري بمونو له امله په تېره میاشت کې د حلب ښار نه لسګونه زره خلک تښتېدلي دي.

دا له چاودېدونکو توکو ډک د تېلو یو ډول فلزي ستر بېلرونه دي چې له چورلکې را غورځول کېږي.

دغه بمونه وچ او لانده ټول سېزي او سخته ویجاړي را منځ ته کوي.

ډېر خلک چې دلته اوسېدل، اوس تښتېدلي دي.

ټول ګاونډ اوس سره تیت او پرک شوی دی.

کله نا کله یو نامعلوم کس وینئ چې د سړک ها خوا دې خوا منډې وهي – ځینې وختونه ماشومان په خځلو کې ګرځي.

خو د ځان خوندي ساتلو لپاره ډېری خلک د ښار څنډو ته تښتېدلي دي.

د سوریې حکومت ټینګار کوي چې کله دوی بمونه غورځوی، د یاغیانو ځایونه په نښه کوي – دوی پر هغو کسانو برید کوي چې د هېواد نیولو هوډ یې کړی.

د سوریې حکومت دوی ترهګر بولي.

د بشري حقونو سازمانونه وايي دغه بمونه سم هدف نه شي ویشتلی.

دغه بمونه له چورلکې راغورځول کېږي، دوی په هوا کې چورلي نو د دې هیڅ ضمانت نه شته چې دغه بم به چېرته لوېږي.

موږ تېرې څو ورځې په همدې ښار کې تېرې کړې، او هغه څه چې تاسې ورسره مخ یاست دا دي چې بمباري شپه او ورځ روانه وي.

حقیقت دا دی چې په حلب کې هیڅ داسې ځای نه شته چې په کې امن وي، که هغه د حکومت غاړه وي او که د یاغیانو.

ورته مطالب