امريکا پر روسيې نوي بنديزونه ولګول

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا بندیزونه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته په نژدې کسانو او شرکتونو لګول شوي

روسیې د هغه څه په اړه اندېښنه ښوولې، چې دوی یې خپلو پولو ته څېرمه د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو بې ساری فعالیت بولي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو له خپل امریکايي سیال سره ټیلیفوني خبرو کې د ده په خبره د اوکراین په اړه د ناندريو بندولو غوښتنه کړې.

د دوشنبې پر ورځ واشنګټن په اوکراين کې د دوی په خبره د مسکو د غیر قانوني لاسوهنې له کبله پر روسیې نور بندیزونه ولګول.

بندیزونه پر اوو اشخاصو او ۱۷ روسي کمپنیو لګول شوي، چې د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین ته نژدې بلل کېږي.

د سپینې ماڼۍ چارواکي وايي، نوي بندیزونه د روسیې د ناقانونه لاسوهنو ته یو ځواب دی.

د تیلو د يوه لوی شرکت رئیس ایګور ساشین او د ټکنالوژۍ شرکت(روستک) لوړ پوړي چارواکي د هغو کسانو په ډله کې دي چې دغه بنديزونه پرې لګول شوي دي.

د اوکراین په ختیځ کې تاوتریخوالی دوام لري

دا بندیزونه پر داسې مهال اعلان شوي چې د اوکراین ختیځ کې د خارکف ښاروال د وسله والو په ډزو کې ټپي شو.

د خارکف د ښاروال هنادي کرنس دفتر اعلان وکړ چې پر نوموړي د شا له خوا ډزې شوې ښاغلی کرنس روغتون ته وړل شوی، خو روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی.

هغه د اوکراین د لرې کړای شوي ولسمشر ویکتور یانوکوویچ له پلویانو څخه و، خو وروسته یې له روسیې سره د یو ځای کېدو هیله نه درلوده او د یو موټي اوکراین دفاع یې کوله. نن هم څو بیلتون غوښتونکو وسلوالو د اوکراین په ختیځ کوستیا نتینوکا ښار کې څو مهمې دولتي ودانۍ نیولې دي.

د اوکراین موقت حکومت او لویدیځ قوتونه روسیه تورنه وي چې د ختیځ اوکراین په ناکرارۍ کې لاس لري.

د دې په غبرګون کې روسیه بيا اوکراین ته د پاروونکو کړنو په اړه خبرداری ورکړی.

نن په کوستیانتینوکا ښار کې چې د دونتڅک او اسلوویانڅک ترمنځ دی وسلوالو چې یونیفورم یې اغوستی وو، څو دولتي ودانۍ نیولي دي.

بیلتون غوښتونکو اروپايي څارونکي چې څو ورځې مخکې يې نیولي وو، خو لا تر اوسه نه دي خوشي کړي.

ورته مطالب