''پاکستاني خبريالان له هر لوري ګواښل کېږي''

د انځور حقوق AP
Image caption د بښنې نړیوال سازمان وايي په دغه راپور کې له ۱۰۰ زياتو خبريالانو سره مرکې شوې دي

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، په پاکستان کې خبريالانو ته د مرګ، ويرولو او زورزياتي ګواښونه د استخباراتي ادارو، سياسي ډلو او طالبانو په ګډون د وسلوالو ډلو له لوري کېږي.

''ستا لپاره يوه مرمۍ انتخاب شوې'' دا د هغه تحقيقي راپور سرليک دی چې په پاکستان کې د خبريالانو د وضعيت په اړه يې چمتو کړی دی.

په راپور کې ویل شوي، د پاکستان حکومت د رسنيو د کارکوونکو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو په مخنيوي او په دغو پېښو کې ښکېلو کسانو ته د سزا په ورکولو کې پاتې راغلی دی.

د بښنې نړیوال سازمان په دغه راپور کې د ۳۴ خبريالانو اسناد چې د خبريالۍ له امله وژل شوي دي، څېړلي دي.

سازمان وايي دا ټول خبريالان له ۲۰۰۸ کال راوروسته چې په هېواد کې ولسواکي راغلې وژل شوي او د دوی له ډلې يوازې د يوه خبريال قاتلين د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

راپور کاږي د ۳۴ خبريالانو وژنه يو تريخ حقيقت دی، خو ترڅنګ يې په دغه موده کې نورو خبريالانو ته ګواښونه شوي، تښتول شوي، زورزياتی ورسره شوی او ځينې يې له وژونکو بريدونو روغ وتلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان

د اسيا د ارام سمندر سيمې لپاره د بښنې سازمان مرستيال مشر ډېوډ ګريفتس وايي، تر ډېره هغه خبريالان په نښه کېږي چې د ملي امنيت په اړه او يا هم د بشري حقونو په اړه راپورونه ورکوي.

ښاغلی ګريفتس وايي دغه خبريالان تر ډېره ځکه په نښه کېږي، چې ژبه او قلم غلی او دوی تر فشار لاندې راشي.

دی وايي: ''پرله پسې ګواښونو، خبريالان يوه ناشوني وضعيت ته رسولي او د حقيقت موندلو پر مهال ښايي د يوه حساس خبر د خپرولو له امله له يوه يا بل لوري د زورزياتي له خطر سره مخامخ شي''.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پاکستان د يوه خصوصي تلويزیون وتلی خبريال حامد مير څو ورځې وړاندې له يوه وسلوال بريد ژوندی ووت

د بښنې سازمان وايي د دې راپور د چمتو کولو لپاره يې له ۷۰ ډېرې پېښې څېړلي او له ۱۰۰ زياتو خبريالانو سره يې مرکې کړې دي.

په راپور کې ويل شوي، يو شمېر خبريالانو د بښنې سازمان سره د مرکو پر مهال دا شکايت کړی، چې دوی د داسې کسانو له لوري ويرول کېږي او يا بريدونه پرې کېږي چې د دوی په خبره له استخباراتي ادارې آی اس آی سره اړيکې لري.

د بښنې نړیوال سازمان په راپور کې د امنيتي اندېښنو له امله د ځينو خبريالانو نومونه اصلي نه دي، خو ځينې نورو له دې سره سره انکار کړی دی.

په راپور کې ويل شوي، آی اس آی د څو خبريالانو په وژنه، تښتونې او زورزياتي کې ککړ بلل شوی، خو تر اوسه د دغې ادارې هېڅ برحاله کارکوونکی د دغو بريدونو مسوول نه دی پېژندل شوی.

په راپور کې له طالبانو پرته يو شمېر نورو وسلوالو ډلو او سياسي او مذهبي ګوندونو ته هم ګوته نيول شوې چې په کراچۍ ښار کې د اردو ژبو متحده قامي تحرکي 'ام کيو ام' هم شامل دی.

بلوچ وسلوالې ډلې هم خبريالانو ته په ګواښونو تورنې شوي. د بښنې سازمان وايي حکومت د ډېرو پېښو په پلټنو کې پاتې راغلی دی.

ورته مطالب