اوکرایین ته د پیسو نړیوال صندوق ۱۷ میلیارد ډالر مرسته

د انځور حقوق AFP
Image caption د روسیې په ګډون، د پیسو د نړیوال صندوق ټولو ۲۴ غړو اوکرایین ته د پور پر ورکولو موافقه کړې ده.

د پیسو نړیوال صندوق تر راتلونکو دوو کلونو پورې له اوکرایین سره د اقتصادي غوړېدا په موخه د ۱۷ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دا پیسې به کییف ته د پور په بڼه ورکول کېږي.

له اوکرایین سره د پیسو نړیوال صندوق داسې مهال مرسته کوي، چې د اوکرایین او ګاونډي روسیې ترمنځ پوځي او سیاسي ترینګلتیا ډېره شوې ده.

د پیسو نړیوال صندوق وايي، اوکرایین ته به دا مرسته په دې شرط ورکوي، چې پراخه اقتصادي اصلاحات راولي، د مالیې کچه زیاته کړي او د برېښنا د لګښت بیه هم لوړه کړي.

په لومړي پړاو کې اورکرایین ته د دغو مرستو یوه برخه چې ۳.۲ میلیارد ډالر کېږي، ورکول کېږي او نور پور به د دوو کلونو په اوږدو کې ترلاسه کړي.

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریسټن لاګارد وویل، دوی دوی به د اوکرایین حکومت له نژدې وڅاري چې ایا پر خپلو ژمنو درېږي او که نه.

د اوکرایین حکومت په تېر مارچ کې د ګازو بیه په سلو کې ۵۰ لوړه کړه، چې هدف یې د بهرنیو مرستو ترلاسه کول وو.

د روسیې په ګډون، د پیسو د نړیوال صندوق ټولو ۲۴ غړو اوکرایین ته د پور پر ورکولو موافقه کړې ده.

اوکرایین د نړیوال بانک، اروپايي اتحادیې، کاناډا او جاپان له خوا ۱۵ میلیارد نور ډالر هم ترلاسه کوي.

د روسیې اقتصادي مخ ځوړتیا

په تېر دسمبر کې اوکرایین له روسيې څخه د ځان خلاصولو په پلمه د ۱۵ میلیارد ډالرو مرستې ترلاسه کولو موافقه وکړه.

خو په هېواد کې له مظاهرو او نارامیو پیلېدو وروسته بیا دغه موافقه له منځه ولاړه، او روسي پلوی ولسمشر ویکتور یانکوویچ واک پرېښودو ته اړ شو.

د پیسو نړیوال صندوق په تېره چارشنبې خبرداری ورکړی و، چې روسیه له اقتصادي مخ ځوړتیا سره مخامخېدونکې ده؛ ځکه چې اوکرایین کې بربنډې لاسوهنې ستونزې ورته پیدا کړې دي.

ویل کېږي، چې سږ کال له روسیې ۱۰۰ میلیارد ډالر بهر ته وتونکي دي، چې تر ډېره د اروپا او امریکا له لوري بندیزونو د روسیې اقتصاد له رکود سره مخامخ کړی دی.

امریکا او اروپايي اتحادیې وروسته تر هغه پر روسیې بندیزونه ولګول، چې مسکو تېره میاشت د اوکرایین کریمیا پر خپل ځان پورې وتړله.

د انځور حقوق AP
Image caption واشنګټن او اروپا مسکو د ژنیوا د تړون په ماتولو تورنوي.

روسي پلوو په کریمیا او ختیځو سیمو کې ځینې حکومتي ودانۍ هم ونیولې.

اوکرایین ته څېرمه لسګونه زره روسي پوځيان ځای پرځای شوي، خو مسکو خبرداری ورکوي که چېرې د اوکرایین ختيځ کې د روسیې ګټې له ګواښ سره مخامخ شي، په پوځي کړنې به لاس پورې کړي.

د اوکرایین ختیځ کې زیاتره وګړي په روسي ژبه غږېږي.

واشنګټن او اروپا مسکو د ژنیوا د تړون په ماتولو تورنوي.

ورته مطالب