د کارګرو نړیواله ورځ: پلازمېنو کې اخ و ډب او مظاهرې

Image caption لاریون کوونکو د بریا چیغې وهلې.

د ترکیې استانبول ښار د کارګر پر نړیوالې ورځې د مظاهرو شاهد و.

پولیسو پر هغو مظاهره کوونکو اوښلن غاز او د اوبو پایپونه ورخوشي کړي، چې غوښتل یې د استانبول تقسیم هغه څلور لاري کې مظاهره وکړي، چې حکومت په کې پر مظاهرو بندیز لګولی دی.

خو پولیسو هڅه وکړه، چې مظاهره کوونکي تیت پرک کړي.

د ترکیې خبري رسنیو د لاریون کوونکو داسې انځورونه خپاره کړي، یوه دېوال ته یې د اړدوړ ضد پولیسو پرضد شعارونه ورکول.

چارواکو ترکیه کې زرګونه پولیس د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ځای پرځای کړي دي.

د تازه مظاهرو له کبله عامه ترانسپورت هم په ټپه درېدلی دی.

لومړي وزیر رجب طیب اردوغان تېره اونۍ ویلي وو، چې په تقسیم څلورلاري کې به هېچا ته مظاهرو کولو اجازه ورنه کړي.

حکومت د استانبول په نورو سیمو کې د خلکو د راغونډېدو وړاندیز وکړ، خو د کارګرو اتحادیې یې دغه غوښتنه رد کړه.

نړۍ کې لاریونونه

د انځور حقوق Reuters
Image caption لاریون کوونکو استانبول کې د اړدوړ ضد له پولیسو سره اخ وډب وکړ.

په ۱۹۹۱ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له ړنګېدا وروسته، د لومړي ځل لپاره د پنجشنبې په ورځ د مسکو سره میدان کې نژدې ۱۰۰۰۰۰ کارګر راغونډ شوي وو.

لاریون کوونکو له ځانه سره هغه روسي بیرغونه لېږدول، چې د پوتین د ملاتړ توري پرې لیکل شوي وو.

دوی د کرملین مخې ته هم تېر شول.

په ټوله روسیه کې نژدې دوه میلیون کسان د کارګر پر ورځ راوتلي وو.

د اسیا په ګڼو ښارونو کې هم بې وزلي کارګر راوتلي وو او د خپلو حقونو غوښتنه یې کوله.

کمبودیا کې د کارګرو اتحادیې ویتنام ته څېرمه په دوو اقتصادي سیمو کې لاریون کړی و.

دغو کارګرو ویل، چې په ټوله میاشت کې ایله ۱۰۰ ډالر ګټلی شي.

اندونیزیا، مالیزیا او نورو پرمختللو سیمو کې هم کارګرو مظاهرې کړې، خو هانګ کانګ، سنګاپور، سیول او ټایوان کې بیا د بیو د لوړوالي پرضد مظاهرې وکړې .

اټکل دی، چې فرانسه، اسپانیا، یونان او ایټالیا کې هم ورته لاریونونه وشي.

Image caption مسکو کې د کارګرو اتحادیو سره میدان کې خپله ورځ ولمانځله.
Image caption ټایوان کې یوې بوډۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه.

ورته مطالب