'ولسمشر زما ملګری و'، نظام افشاکوونکی ناول

َعدنان فرزات د انځور حقوق
Image caption عدنان فرزات: ''زما په اند ددغه ډول طنزي هنر پیلول تر ډېره د اصلاح راوستلو پخاطر دي، وګړي فکري اصلاح ته هڅوي او ذهنونه یې د سمون لوري ته بیايي''.

د سوري لیکوال عدنان فرزات "ولسمشر زما ملګری و" تازه ناول د دغه هېواد د روانو ناخوالو پر بېلابېلو اړخونو چمتو شوی دی،‌ چې د "راکان" په نامه یو افسر په کې د یوه رسام هنرمند په پنځونو یو با احساسه انسان ګرځي.‌

خو دغه افسر په واکمن نظام کې پر خپلو پخوانیو کړنو پښېمانه کېږي او له پاڅون سره یوځای کېږي.‌

"له تا غواړم چې انقلاب راولې"،‌ دا توري کټ مټ د هغه له خولې وتلي،‌داسې لکه د ګولف پنډوسکی چې په ژور ځای کې ولوېږي په دې شېبه کې د افسر راکان الحسیني وینه په رګونو کې ګرمېږي‌.

په سوریه کې پاڅون،‌ د کورنیو ناخوالو او جګړو ټیک پنځه بدبخته کلونه،‌ او د انټرنېټ له لارې له یوې داسې نجلۍ سره مینه چې له ده څخه ټیک شل کاله کشره ده،‌ دا ټول د دې لامل شول، چې دغه افسر د هنرونو ښکلو رنګونو ته مخه کوي.

اتل

رسام دغه افسر ته د کورنۍ دندې په توګه د "نورس" د کارتون رسمولو خبره کوي، خو ده پخپله د پاڅون په لومړیو کې د ولسمشر د سر رسمولو ته ملا وتړله،‌چې دې کار رسام ته یوه نړۍ ستونزې راوپنځولې او ان په برید کې یې ګوتې ماتې شوې،‌ او په پای کې له سوریې وتلو ته اړ شو.

لیکوال عدنان پخپل ناول کې د خپل ورور او مشهور رسام علي فرزات هغه ریښتینې کیسه هم انځوروي، چې د واکمن نظام د پوځیانو له لوري په یوه برید کې له دې کبله د دغه هنرمند نازکې ګوتې پرې ماتې کړې وې چې ولې یې په ناول کې د اتل په توګه نوم یاد شوی:

''زما په اند ددغه ډول طنزي هنر پیلول تر ډېره د اصلاح راوستلو پخاطر دي، وګړي فکري اصلاح ته هڅوي او ذهنونه یې د سمون لوري ته بیايي''.

فرزات د دغه ناول لیکلو د انګیزې په اړه وايي، چې له ولسمشر سره یې ورور ښه اړیکي لرل، خو کله چې پاڅون پیل شو، نو هنرمندانو نور د یوه جابر نظام د ننه ځانونه نه شوای زغملی او که نظام هرڅومره د هنرمندانو پام ځان ته اړاوه، د هنر څښتنانو ځانونه په ګناه کې احساسول ریښتینی هنرمند هغه دی چې پر خپلو شخصي ګټو د خلکو د ریښتیني ژوند ټپونو مرهمولو ته ترجیح ورکړي.

لیکوال له خپل رسام ورور سره اړیکي د کورنیو اړیکو په پرتله د هنر پر نازکو اړیکو لا ډېرې تړل شوې ګڼي، ځکه دی وایي موږ په یوه کور کې نه اوسېږو هر یو جلا ښار کې اوسېږو، خو تر مخامخ کتنو دواړه د خپلو هنري پنځونو له برکته د یوبل لا ډېرې ځانګړتیاوې درک کوو.

د سوریې دغه ناول لیکونکی او خبریال وايي چې نوې ادبي پنځونې د ولسونو د دوستۍ او نژدې والي لامل ګرځي، او ان ځینې وخت یو ناول د ځینو لویو پېښو وړاندوېینه هم کولی شي:

د انځور حقوق
Image caption لیکوال وايي ریښتینی هنرمند هغه دی چې پر خپلو شخصي ګټو د خلکو د ریښتیني ژوند ټپونو مرهمولو ته ترجیح ورکړي.

''پنځونه ولسونه سره نژدې کوي او موږ مخکې له دې چې له یوبل سره مخامخ وګورو، ټول له یو بل سره د پنځونو له لارې اړیکي پالو، د معرّي او ډانټي کومډیاګانې په موضوع کې تقریباً یو شان وې، هغه هم مخکې له دې چې انټرنېټ او نړیوال اړیکي د یوه کور په څېر بڼه غوره کړي''.

عدنان فرزات پر دې باور دی، چې پاڅون د سوري لیکوالو ټولې محدودې شوې پولې ړنګې کړې، ځکه چې مخکې به لیکوالو د ازادۍ، زوریاتي مازې چیغې وهلې، خو اوس یې عملاً د ازادۍ او ظلم پر وړاندې ګامونه پورته کړي، چې په دې سره د سوریې په معاصر ادب کې د کورني پاڅون د ادب یو نوی صنف هم وراضافه شوی، چې ان د فرانسویانو پرضد د پاڅون د مهال ناولونو کې یې هم څرک نه لګېده.

دغه عرب ناول لیکونکي پخپل ناول کې د سوریې پاڅون په ټول تاریخ کې لوی انقلاب بللی دی، چې وايي ولس یې د الف بې په ترتیب د ازادۍ توري عملي کولو ته ملاوې بډولې، همدا ده چې خپل دغه نوی ناول ګران هېواد ته ډالۍ کوي.

ورته مطالب