پاکستاني ترهګر په اسانه له بندیزونو ځان ژغوري

د انځور حقوق AP
Image caption لشکر طیبه په پاکستان کې په ښکاره ډول خلک روزي او مظاهرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ترهګرو په اړه پخپل کلني راپور کې ویلي، هغه پاکستانۍ وسله والې ډلې چې ملګرو ملتونو ترهګر ګڼلې،‎ پاکستان کې په ډېر اسانۍ سره خپل نوم بدلوي او له هر هر ډول بندیزونو ځانونه ژغوري.

ښکاره ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا کانګریس ته هرکال د ترهګرۍ په اړه یو راپور وړاندې کیږي.

په دې راپورکې ویل شوي، په تېر یوه کال کې د ملګرو ملتونو له خوا هغه پاکستانۍ ډلې چې ترهګرې ګڼل شوې د پاکستان دولت له خوا پرې بندیزونه لګول شوي، خو د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو شتمنۍ کنګل کېدل په چټکۍ سره نه ترسره کیږي.

د پاکستان د حکومت په اړه په دې راپورکې ویل شوي، د ترهګرو پر وړاندې د نوي قانون نافذېدو هڅه کیږي، خو د ترهګرو او نورو جرمونو پر وړاندې عدلي پرېکړې ډېرې کمزورې دي.

د راپور له مخې، د ترهګرو په قضیه کې شاهدان، وکیلان، قاضیان او پولیس د ترهګرو له خوا ګواښل کیږي چې له دې مخې د محکمې پرېکړې سستې او زیاتره ترهګر خوشي کیږي.

راپور کاږي، القاعده شبکه د پاکستاني طالبانوله ناقانونه ګرځول شوي تحریک او د حقاني له ډلې سره اړیکې لري.

دغه راپور کاږي، افغاني طالبان او حقاني ډله اوس هم په پاکستان کې خوندي ځایونه لري او د دوی پر وړاندې پاکستاني ځواکونو کوم ځانګړي امنیتي او یا قانوني عملیات نه دي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې راپور کې زیات شوي چې پاکستان پوځ د طالبانو د تحریک او لشکر جنګوي پر وړاندې عملیات کوي، خو د لشکر طیبه پر وړاندې یې هېڅ عملیات نه دي کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption په پاکستان کې د ترهګرو او نورو جرمونو پر وړاندې عدلي پرېکړې ډېرې کمزورې دي.

لشکر طیبه په پاکستان کې په ښکاره ډول خلک روزي او مظاهرې کوي.

دغه ډله پاکستان کې پیسې تر لاسه کوي همدارنګه له منځني ختیځ او عربي هېوادونو نه هم مالي مرستې ترلاسه کوي.

پر چارشنبې دغه خپاره شوي راپور کې ویل شوی، په نړۍ کې د ترهګرو ‎څې‎ره او بڼه بدله شوې؛ ځکه چې القاعده او دوی ته اړوندې ډلې اوس زیاتې سخت دریځې شوې، چې له کبله یې په سوریه کې د ترهګرو یو نوی نسل رامنځ ته شوی.

په راپور کې ویل شوي چې نوي ترهګر له خپلې جنګي قوماندې نه هم سر غړونه کوي او داسې مسایل منځ ته راغلي چې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له حکم نه هم سترګې پټوي.

ورته مطالب