د اوکراین کړکېچ: روسي پلوو د دنېڅک څارنوالي نیولې

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دنېڅک د څارنوالۍ له ودانۍ پولیس ایتسل شوي او روسي پلوو ملېشو نیولې ده.

سلګونو روسي پلوو وسله والو د اوکراین په ختيځ دنېڅک کې د لویې څارنوالۍ ودانۍ نیولې ده او درې تنه ټپي دي.

برید کوونکو پولیس په اوسپنو او کاڼو وویشتل او پولیسو پر دوی اوښلن غاز او ربړي ګولۍ وکارولې.

ټلویزیوني انځورونو هغه پولیس ښوول چې بریدګرو بې وسلې کول او له ودانۍ یې ایستل.

اوکراین په خپله ختیځه برخه کې د ودانیو د نیولو د سازمانولو پړه پر روسیې اچوي خو مسکو دا ادعاوې نه مني.

له سیمې رپوټونه وایي چې د دنېڅک د ولسي جمهوریت فعالینو په سیمه کې د امروسیوکه د ښاري شورا ودانۍ نیولې ده.

په یوه بله پرمختیا کې د جرمن صدراعضمې انګېلا مېرکل له روسیې غوښتي چې د اوکراین په ختیځ کې د بهرنیو څارونکو د خلاصون په برخه کې مرسته وکړي.

دا پوځي څارونکي د تېرې جمعې په ورځ د سلاویانسک ښار کې روسي پلوو بېلتون غوښتونکو ونیول.

د چارشنبې په ورځ په اوکراین کې د روسيې د سفارت پوځي اتشه د جاسوسۍ په تور ونیول شو او له هېواده د وتلو امر ورته وشو.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي ټولنې روسیه تورنه کړه چې د ژنیو تړون په عملي کېدو کې پاتې راغلې.

د دې تړون موخه داوه چې روسیه د ناقانونه وسله والو ډلو په بې وسلې کولو او د کړکېچ په کمښت کې مرسته وکړي.

شاوخوا ۴۰زره روسيي ځواکونه له اوکراین سره پولې ته نېږدې ځای پرځای شوي دي.

مسکو خبرداری ورکړی چې که په ختیځ اوکراین کې یې ګټې چې ډیری روسي ژبي ژوند کوي له ګواښ سره مخامخ شوې، وګواښل شي عمل به وکړي.

بل لور ته د پیسو نړیوال صندوق تر راتلونکو دوو کلونو پورې له اوکرایین سره د اقتصادي غوړېدا په موخه د ۱۷ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

دا پیسې به کییف ته د پور په بڼه ورکول کېږي.

له اوکرایین سره د پیسو نړیوال صندوق داسې مهال مرسته کوي، چې د اوکرایین او ګاونډي روسیې ترمنځ پوځي او سیاسي ترینګلتیا ډېره شوې ده.

ورته مطالب