اوکرايين: روسي پلويو نړېوال څارونکي پرېښوول

د انځور حقوق AP
Image caption سلوویانسک کې د بیلتون پالو یو مشر ویلي نیول شوي یې د میلمنو په توګه ساتلي وو

د اوکرایین په ختیځ کې هغه اووه تنه پوځي څارونکي چې د روسي بیلتون پالو له خوا اته ورځې وړاندې نیول شوي وو، خوشې شوي دي.

له دوی سره نیول شوي پنځه تنه اوکراییني وګړي هم ازاد شوي.

په سلوویانسک ښار کې د روسي بیلتون پالو یو مشر ویلي چې نیول شوي کسان یې د میلمنو په توګه ساتلي وو، او پرته له کوم شرطه یې پریښودلي.

، او پرته له کوم شرطه یې پرېښي دي.

خو په سیمه کې د بي بي سي خبریال وایي نیول شوي کسان د یو روسي چارواکي، ولاديمیر لوکین د هڅو په پایله کې خوشې شوې دي.

ښاغلي لوکین وویل، هیله یې دا ده چې اوس به مخالف لوری هم له ښه نیته ورته ګامونه پورته کړي.

"دا خلک د بل چا د ازادۍ په بدل کې نه خوشې کېږي. دا ګام یوازې په ښه نیت پورته شوی او هیله مو دا ده چې مقابل لوری به هم اوس مثبت ځواب ووایي. زما هیله دا ده چې ژر تر ژره دې پوځي عملیات بند کړای شي."

خو د اوکرایین په ختیځ کې له کراماتورسک ښاره را رسېدلي رپوټونه وایي چې په سیمه کې د اوکراییني پوځ او روسي پلويو بیلتون پالو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

په کیيف کې اوکراییني چارواکي ویلي دا کوم کوچنی پاڅون نه، بلکې جګړه ده.

وروستي رپوټونه وایي چې اوکراییني ځواکونه په ښار کې د امنیې قومندانۍ بېرته نیولې ده.

دې سیمې ته نږدې د سلوویانسک ښآر د بېرته نیولو لپاره هم عملیات پیل شوي دي.

بل لور ته د ادیسه په ښار کې پولیس چارواکو ویلي د جمعې په ورځ د اوکراییني ځواکونو او روسي پلويو بیلتون پالو ترمنځ د نښتو په پایله کې د مړو شمېر دوه څلوېښت تنو ته رسېدلی.

ورته مطالب