''طالبانو سره خبرو کې بې باوري موجوده ده''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption مینګوره کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال محمد ابراهیم وویل، چې دواړه لوري، خبرو کې جدي دي، خو وايي پر یو بل باور لږ دی.

پاکستان کې د جماعت اسلامي ګوند ایالتي مشر او له طالبانو سره د خبرو حکومتي کمېټې مشر محمد ابراهیم وايي، چې د پاکستاني حکومت او طالبانو تر منځ خبرو پر وړاندې بې شمېره خنډونه پراته دي.

د ځايي خبري ویبپاڼې ډان ټکی کام په رپوټ کې د ښاغلي ابراهیم له قوله ویل شوي، چې د سولې ټینګښت بهیر کې د چټکتیا لپاره د دواړو لوریو بې باوري له منځه وړلو لړ کې ستونزې شته.

مینګوره کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال محمد ابراهیم وویل، چې دواړه لوري، خبرو کې جدي دي، خو وايي پر یو بل باور لږ دی.

د یوې پوښتنې ځواب کې نوموړي وویل، چې نه خو د پوځي عملیاتو په وسیله امن راځي او نه هم د ځانمرګي بریدونو په وسیله شریعت رامنځته کېږي.

له دې مخکې نوموړي ویلي و، چې لا هم له اصلي خبرې نه دي پیل شوې او وايي دا هغه وخت شوني ده، چې د طالبانو له لوري د هغو غوښتنلیک تر لاسه شي.

له بي بي سي سره خبرو کې نوموړي رد کړه، چې ګواکې د خبرو پرمختګ پر وړاندې کوم خنډ موجود دی، خو وايي، موضوع له لسیزې ډېره زړه ده او له همدې امله خبرې اترې کله ناکله د ځنډ ښکار کېږي.

بل لور ته د د پاکستان دولتي راډیو په یوه رپوټ کې د خبرو کمېټې یوه بل غړي مولانا یوسف له قوله ویل شوي، چې د طالبانو بریدونه د سولې خبرو ته زیان اړوي. نوموړي د خبرو مخالفت کونکو سیاسي او مذهبي ګوندونو هم نیوکه کړې.

د جمعې په ورځ د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان ویلي و، د کمشکش په چاپېریال کې د پاکستان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پرمختګ نشي کولای.

د نوموړي په وینا د پوځ له لوري نه خو مخکې د خبرو پر وړاندې کومه ستونزه موجوده وه او نه هم اوس شته.

له دې مخکې له پاکستاني حکومت سره د خبرو لړ کې د طالبانو مرکچي کمېټې غړو ویلي و، تر څو چې د پاکستاني پوځ او طالبانو تر منځ په مستقیم ډول خبرې و نه شي، تر هغې دغه بهیر د مقصدي هدف پر لور پرمختګ نشي کولای.

پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د طالبانو سره رابطې کمېټې مشر مولانا سمیع الحق وویل، دوی کولای شي، غارونو کې له ناستو طالبانو سره اړیکي ونیسي، خو وايي اسلام اباد کې اړیکه نیول ورته ناشونې ده.

ورته مطالب