یمن د القاعدې د ۳۷ غړو د وژلو ادعا کړې

یمن د انځور حقوق Reuters
Image caption یمن په سوېل کې د القاعدې د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي.

یمن کې د دغه هېواد پوځ ادعا کړې، چې د القاعده وسله والو پر ضد عملیاتو کې یې د دغې ډلې ۳۷ وسله وال وژلي دي.

د یمن دفاع وزارت په وینا د هېواد په سویلي سیمو کې یې د عمالیاتو پر مهال د القاعده اړوند له دېرشو ډېر کسان وژلي دي.

ویل کېږي، چې عملیاتو پایله کې لږ تر لږه ۶ پوځیان هم وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره د ابین او شبوه سیمو کې د عملیاتو پایله کې اووه دېرش وسله وال وژل شوي دي.

یمن کې د (عربو ټاپو وزمه کې القاعده) نومي ډله د القاعده تر ټولو خطرناکه څانګه بلله کېږی. دغه ډله ۲۰۰۹ کال کې د سعودي عربستان او یمن د دغې ډلې کسانو یو ځايی کېدو وروسته رامنځته شوه.

د القاعده دغه غړي افغانستان او پاکستان کې د القاعده ضد عملیاتو پایله کې دغې سیمې ته لاړل او د هېواد پر یوه لویه برخه یې ولکه ټینګه کړې وه.

یمن کې حکومتي چارواکي وايي، دوی د دغې ډلې ځپلو هڅې کوي او وايي هغه سیمې د دوی له ولکې وباسي، چې مخکې یې پرې کنترول تر لاسه کړی و.

تېره اونۍ یمني پوځيانو ویلي و، چې ابین او شبوه سیمو کې یې عملیات پیل کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د یمني پوځ له لوري عملیاتو کې د ۳۷ وسله والو د وژلو کېدو په اړه د اعلامیې له خپرېدو لږ وروسته یوه پوځي رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې شبوه ایالت کې پر یوه پوځي پوسته ځانمرګي برید کې شپږ پوځيان وژل شوي دي.

له دې یوه ورځ مخکې یمني پوځ ادعا کړې وه، چې ابین ایالت کې یې د القاعده یوه مشر په ګډون څلور وسله وال وژلي دي.

ورته مطالب