سلوویانس کې اوکرایني پوځيان وژل شوي

د انځور حقوق AP
Image caption د کییف حکومت وايي، وسله والو د پوځ پرضد درنې وسلې او هاوانونه کارولي ديږ

روسي پلوو وسله والو د اوکراین سلوویانسک ښار په نښته کې د اوکراین څلور پوځيان وژلي او یوه پوځي چورلکه یې راغورځولې ده.

په کییف کې د لنډمهالي حکومت د کورنیو چارو وزیر ارسین وواکوف د مسکو په پلوۍ بېلتون غوښتونکي تورن کړي، چې د سلوویانسک په څنډو کې یې اوکراییني پوځيانو ته څو (کمین) نیولی و.

د کییف حکومت وايي، وسله والو د پوځ پرضد درنې وسلې او هاوانونه کارولي دي.

راپورونه وايي، هغه بېلتون غوښتونکي، چې په سیمه کې یې ځینې حکومتي او ملکي ودانۍ نیولې دي، د سلوویانسک ښار منځ ته ستانه شوي.

بېلتون غوښتونکي غواړي چې د یکشنبې په ورځ له اوکراین څخه د جلا کېډو په اړه ټولپوښتنه وکړي.

کییف پر مسکو تور پورې کوي، چې ګني په اوکرایین کې جلا غوښتونکو ته وسلې ورکوي او اړدوړ جوړولو ته یې لمسوي.

خو کرملین څو ځلې د کییف دا ډول تورونه بابیزه ګڼلي.

حتمي جګړه

د سلوویانسک ښار منځ کې د بي بي سي د خبریالانو ډله وايي، چې شاید د شاوخوا ۸۰۰ روسي پلوو وسله والو او د اوکراییني ځواکونو ترمنځ جګړه وشي.

د اوکرایین د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، سلوویانسک ته څېرمه یې یوه چورلکه رالوېدلې ده.

خو د الوتکې عمله ژوندۍ پاتې شوې.

یاغیانو تېره اونۍ هم دغې سیمې ته څېرمه د اوکراییني پوځ دوې چورلکې راغورځولې وې.

د روسیې انټرفاکس خبري اژانس ویلي، د اوکرایین حکومتي ځواکونه د سلوویانسک ښار په څنډو کې د تلوېزیون پر څلي واکمن دي، خو مخالف وسله وال یې ان ښار ته هم ننوتي دي.

د اوکرایین پوځ د تېرې یکشنبې په ورځ پر یاغي جنګیالیو د کړۍ تنګولو په موخه ښار ته لویې غځېډلې لارې تړلې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption کییف مسکو د بېلتون غوښتونکو په ملاتړ تورنوي.
د انځور حقوق BBC World Service
Image caption کرملین څو ځلې د کییف دا ډول تورونه بابیزه ګڼلي.

ورته مطالب