نایجریا کې د نجونو تښتول په نړیواله کچه وغندل شول

د انځور حقوق AFP
Image caption د تښتول شویو نجونو کورنۍ لا له غمه نه وې وتلې، چې نورې کورنۍ په ویر شوې.

په نایجریا کې د بوکو حرام اورپکې ‌ډلې د هېواد په شمال کې اته نورې نجونې تښتولې، چې عمرونه یې د۱۲ او ۱۵ کلونو ترمنځ دي.

په ابوجا کې د بي بي سي خبریال منصور لیمان وايي، د بوارابي سیمه د بوکو حرام د ټینګ مرکز په توګه ګڼل کېږي.

دغه سیمه ډېره بې وزله ده، همدا ده چې کومه لویه پېښه هم وشي، څو ورځې وروسته رسنیو ته راوځي.

وسله وال په دوو موټرو کې دغه کلي ته ورغلي او د خلکو څاروي او خواړه یې قبضه کړي دي.

د دغه کلي یوه څنګلوري بل کلي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، چې وېره لري چې بل ځل به بوکو حرام د دوی کلی په نښه کړي.

پیټر ګامبو ویلي: "په وارابي کې د اتو نورو نجونو له تښتول کېدو وروسته، په ګوازا کې د وېرې ژوند لرو. د امن احساس نه کوو، که وسله وال وغواړي زموږ نجونې هم له ځانه سره بېولی شي او موږ یې پرواندې هېڅ نه شوی کولی".

وارابي کلی د سامبیسا ځنګل ته څېرمه پروت دی، چې د بوکو حرام تر ټولو لوی مرکز او ټینګ سنګر ګڼل کېږي.

د نجونو تښتونې نړیوال غبرګونونه راپارولي دي، او د نایجریا پر حکومت نیوکه دا ده چې ولې د نجونو په موندلو کې زړور ګامونه نه اخلي.

"د وېرې حالت"

د امریکا ولسمشر بارک اوباما بوکو حرام ډله یوه ناولې ډله بللې چې د خلکو په ورځني ژوند کې وېره خپروي.

نوموړي په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، د بوکو حرام ډلې له خوا تر دوو سوو د ډېرو نجونو تښتونه نړیوال دې ته هڅوي، چې پر وړاندې یې جدي ګامونه واخلي.

امریکا نایجریا ته د تښتول شویو نجونو د موندلو او لټون په عملیاتو کې د همکارۍ لپاره یوه ډله کارپوهان هم استولي دي.

په دې ډله کې امریکايي پوځیان، پولیس او د تښتونې برخه کې کارپوهان هم شته.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بوکو حرام ډلې مشر ابو بکر شیکاو په بورنو ولایت کې د تښتول شویو نوجونو د خرڅولو ګواښ هم کړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاندې ویلي، چې د نایجریا ولسمشر ګوډلک جنتن د امریکا دغه ګام ستایلی دی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه کړې، چې تر خپله وسه له ابوجا سره مرستې ونه سپموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له نایجریايي ولسمشر سره د مرستې په تړاو خبرې هم کړې دي.

د بوکو حرام ډلې مشر ابو بکر شیکاو په بورنو ولایت کې د تښتول شویو نوجونو د خرڅولو ګواښ هم کړی و.

بوکو حرام توری د نایجریا په سیمه ییزه ژبه "د لوېدیځ تعلیم حراموالي" په مانا ده، چې د دغه هېواد په شمال کې یې پر ګڼو تعلیمي بنسټونو بریدونه کړي.

ورته مطالب