د کراچۍ محکمه: نیول شوی امریکایی خوشی کړئ

د انځور حقوق AP
Image caption دغه امریکایی د کراچۍ پر هوايي ډګر اسلام اباد ته د الوتنې پرمهال په داسې کې نیول شوی، چې پنځلس مرمۍ او درې چړې ورسره وې.

د کراچۍ ملير په سيمه کې د يوې ځایي محکمې قاضي د هغه امرکایي وګړي د خوشي کولو امرکړی، چې د دوشنبې په ورځ د کراچۍ پر هوایې ډګر نیول شوی و.

وړاندې پاکستاني پولیسو ویلي وو، یو امریکایی وګړی یې نیولی، چې ویل کېږي، د امریکا د فدرالي پولیسو (ایف بي آی) مامور و او غوښتل یې چې له مهماتو سره الوتکې ته وخېژي.

پاکستاني پولیسو ویلي، یو امریکايی وګړی یې نیولی، چې له ورایه د ایف بي آی مامور ښکاري.

پولیس وايي، دغه امریکایی یې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قانون پربنسټ نیولی دی، چې په وینا یې غوښتل یې الوتکې له ځینو توکو سره وخېژي.

دغه امریکایی د کراچۍ پر هوايي ډګر اسلام اباد ته د الوتنې پرمهال په داسې کې نیول شوی، چې پنځلس مرمۍ او درې چړې ورسره وې.

امریکايي رسنیو د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، چې نیول شوی کس د ایف بي آی مامور دی، چې د لنډ ماموریت لپاره پاکستان ته راغلی و.

د پاکستان یوه قاضي ویلي چې دغه کس تر شنبې ورځې پورې باید وساتل شي او په دې لړ کې پوښتنې ګروېږنې ترې وشي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي په وروستیو کې ترینګلي شوي دي.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي وروسته تر هغه خړپړ شول، چې په ۲۰۱۱ کال د امریکا د سي آی اې یوه مامور په لاهور کې دوه پاکستانیان په ډزو ووژل.

ورته مطالب