سویلي افریقا:د ټاکنو لپاره د رایې کاروونې بهیر پیل

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نژدې ۲۵ میلیونه کسانو د رایې کاروونې لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

سویلي افریقا کې د توکمپالانو حکومت له پای ته رسېدو ۲۰ کاله وروسته پنځم ځلې د ټاکنو لپاره د رایې ورکولو بهیر پیل شوی دی.

د واکمن ګوند افریکن نېشنل کانګریس اې این سي د بریا لور ته اشارې کېږي، چې له مخې به یې ولسمشر جیکب زوما د پنځو نورو کلونو لپاره ولسمشر پاتې شي.

خو داسې احتمال هم شته، چې د وزګارۍ کچې او فساد له کبله اې این سي دغه ټاکنې بایلي.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال د مظاهرو لړۍ هم روانه وه، چې له کبله یې د امنیت ټینګښت لپاره پوځ وبلل شو.

د هېواد په لر او بر کې ښوونځیو، عبادت ځایونو، د قبیلوي مشرانو دفترونو او روغتونونو کې د رایې کاروونې ۲۲ زره ګرځنده مرکزونه جوړ شوي دي.

دغه ټاکنې له دې کبله هم مهمې بللې کېږي، چې د توکمپال حکومت له پای ته رسېدو وروسته زېږېدلي کسان هم پکې د برخه اخیستو حق لري.

د څارونکو په وینا د ټاکنو پر پایلو د دغو کسانو د رایو اغیز هم خورا مهم دی. نژدې ۲۵ میلیونه کسانو د رایې کاروونې لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي، چې د هېواد د نفوس سم نیمايي کېږي.

د پولیسو په وینا د رایې کاروونې هر مرکز مخې ته د امنیت ټینګ ساتلو لپاره لږ تر لږه یو سرتېری ځای پر ځای شوی دی.

د سې شنبې په ورځ جوهانسبرګ ته څېرمه بکر سدال سیمه کې تاوتریخوالی رامنځ ته شو، چې پایله کې یې د رایو کاروونې یو شمېر موقتو مرکزونو ته اور ورته کړل شو.

د رایې کاروونې بهیر به ګهیځ له اوو بجو پیل شي او ۱۴ ساعته به دوام وکړي.

د جمعې له ورځې مخکې د پایلو تر لاسه کېدو احتمال نه لیدل کېږي.

د عامه سروې له مخې خلک د هېواد له واکمنو خوښ نه ښکاري او دوی د مخالف دیموکرات ټلوالي، چې مشري یې هیلن زیلا کوي، ملاتړ ته چمتو دي او یا هم ښايي د اې این سي د ځوانانانو سازمان پخواني مشر اقتصادي خپلواکۍ ګوند ته رایې ورکړي.

ورته مطالب