د نایجېریا تښول شویو نجونو نړیوال پام ور جلب کړی

د انځور حقوق
Image caption د اپریل په ۱۴ نیټه څه باندې ۲۰۰ نجونې د نایجریا په شمال کې له ښوونځې نه د بوکو حرام سخت دریځې ډلې له خوا وتښتول شوې

درې اونۍ وړاندې په نایجېریا کې په سلګونه نجونې زده کوونکې د سخت دریځې اورپکې ډلې بوکو حرام له لوري وتښتول شوې.

د نایجېریا حکومت لا هم نه دی توانېدلی چې د دغو نجونو څرک ولګوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم تېره ورځ د نجونو تښتونه په کلکو ټکو وغندله او له ټولې نړۍ یې د بوکو حرام اسلام پالې ډلې پر وړاندې د جدي ګام اخېستو غوښتنه وکړه.

د اسلامي هېوادونو مشرانو هم د بوکو حرام اورپکې ډلې دا کار په کلکو ټکو غندلی.

د مصر د مذهبې چارو وزیر محمد اختر ګوما دا پیښه غندلې او ویلي یې دي چې د بوکو حرام ډلې له خوا د نجونو تښتونه یو ترهګر عمل دی او له اسلام سره هیځ تړاو نه لري.

په قاهره کې د سنیانو د یوې معتبرې ادارې، الاظهر مشر، شیخ احمد ال طیب بیا ویلي چې دا پیښه د اسلام د مقدساتو او د زغم له اصولو سره په تضاد کې ده.

نوموړي ویلي دي چې بوکو حرام یوه افراطي ډله ده چې د اسلام هیڅ پوهاوی نه لري، ځکه چې اسلام مونژ ته وایې دا ستاسو دنده ده چې زده کړه وکړۍ، یو پر بل مهربانه واوسۍ او یو بل وزغمې، خو دا ډله له دې حقیقت نه انکار کوي .

د بریتانیا لومړي وزیر ډیوېډ کامرون ویلي چې دوی نایجېریا ته د کارپوهانو یو ټیم استوي چې د سپوږمکیو نه د تر لاسه شویو عکسونو او د څرک لګولو د نورو ټیکنالوژیو سره د تښتول شویو نجونو په پلټنه کې مرسته وکړي.

دا پریکړه یې وروسته له هغه کړې چې تیره اونې په لندن کې د نایجېریا د سفارت مخې ته مظاهره وشوه او له دوی نه یې د مرستې غوښتنه وکړه.

همدارنګه د چین لومړي وزیر لې کیچیانګ د چارشنبی په ورځ د نایجېریا له ولسمشر ګود لک جانتن سره لیدلي دي او ژمنه یې ورسره کړې ده چې حکومت به یې د خپلو سپوږمکیو او استخباراتو نه تر لاسه شوي ټول مالومات د نایجېریا له امنیتې څانګو سره شریک کړې.

د همدارنکه ویلې دې چې چین به د تروریزم سره په جګړه کې له نایجېریا سره پوره مرسته وکړي .

د نجونو زده کړې پښتنې مبارزې ملالې يوسفزۍ د تښتول شویو نایجریایۍ زده کونکیو د رنځ په اړه خبرې وکړې.

نوموړې دغه تښتول شوې نجونې خپلې خویندې بللي او ويلي يې دي، نړۍ بايد د تښتونې دغې پېښې په اړه چوپه پاتې نه شي.

حدیزه عثمان چې ابوجه ښار کې د مظاهرو سمبالونکی دی وایي چې د ورکو شویو نجونو کورنۍ په دې اندیښمنې دي چې حکومت په دې اړه ډیر څه نه دي کړي.

نوموړي زیاته کړه:

((مونږ د تښتول شویو نجونو کورینو سره په اړیکه کې یو. دوی اوس هم اندیښمن دي چې هیڅ څوک د دوی لورګانې نه لټوي. موږ غواړو چې حکومت دې له موږ سره مالومات شریک کړي، ۲۱ ورځې وشوې چې دغه نجونې نادرکه شوي او تر اوسه یې یوه هم د حکومت له خوا نه ده ژغورل شوي))

د اپریل په ۱۴ نیټه څه باندې ۲۰۰ نجونې د نایجریا په شمال کې له ښوونځې نه د بوکو حرام سخت دریځې ډلې له خوا وتښتول شوې، چې بیا وروسته د دوی مشر ابو بکر شیکاو په یوه ویډیو کې د دوی د خرڅولو خبرداری ورکړ.

ورته مطالب