پوتین کریمیا ته تللی دی

د انځور حقوق b
Image caption روسي ولسمشر له وسله والو ځواکونو څخه د جګړې ګټلو په بدل کې مننه وکړه او له روسیې سره د کریمیا ورګډېدل یې وستایل.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دویمه نړیواله جګړه کې د شوروي اتحاد د بري جشن لمانځلو په مراسمو کې د ګډون لپاره له روسیې سره یو ځای شوې کریمیا ته تللی دی.

نوموړي په سېواستوپول کې د پوځي پرېډ په مراسمو کې ګډون وکړ چې بېلابېلې جنګي او بارو وړونکې الوتکې او چورلکې یې له مخې تېرې شوې.

ښاغلي پوتین د سېواستوپول ماڼو ګانو ته وینا وکړه او په دې توګه یې د ۱۹۴۵م کال پر نازي المان د بري کلیزه ولمانځله.

روسي ولسمشر له وسله والو ځواکونو څخه د جګړې ګټلو په بدل کې مننه وکړه او له روسیې سره د کریمیا ورګډېدل یې وستایل.

نوموړي وویل"زه باوري یم چې ۲۰۱۴م کال به په تاریخ کې داسې کال ثبتېږي چې خلکو په خپله خوښه له روسیې سره یو ځای کېدل وغوښتل او زموږ د پلرونو او نیکونو تېر تاریخ او حقیقتونو ته په پام سره یې دا پرېکړه کړې ده."

تر دې وړاندې ولسمشر پوتین د مسکو په سره ډګر کې زرګونو کسانو ته د پوځي پرېډ پرمهال وینا وکړه.

هغه وویل له خپلې خاورې به دفاع کوي، خو د اوکراین یادونه یې ونه کړه.

نوموړي راغونډو شوو کسانو ته د وینا پر مهال وویل، د مې نهمه چې روسان یې د بري د ورځې په نوم پېژني د یادونو ورځ ده.

په دې ورځ شوروي ولس د خپل اوسپنیز هوډ په لړ کې اروپا له مرییتوب وژغورله.

د روسیې دولتي تلویزیون رپوټ ورکوي چې دا په سره ډګر کې په وروستیو شلو کلونو کې تر ټولو ستر جشن و.

په سېواستوپول کې د بي بي سي خبریال دانیېل سانفورد وایي چې ولسمشر چې په ډګر کې یې له خلکو سره روغبړ کاوه، د یوه اتل په توګه بدرګه شو.

د اوکراین حکومت دولسمشر پوتین دا سفر غندلی او هغه یې د اوکراین پر ځمکنۍ بشپړتیا جوت تیری بللی دی.

کییف همدا شان وایي چې د ماریوپول په ښار کې د بېلتون پالو پر ضد عملیاتو کې ۲۰ تنه وژل شوي دي.

اوکراین څه موده وړاندې د هېواد په ختیځ او جنوب کې د هغو ودانیو د بېرته نیولو عملیات پیل کړل چې روسي پلوو بېلتون پالو نېولې وې.

نن (جمع د مې ۹مه) د ماریوپول د ښار د پولیسو پر ودانۍ برید وشو او د بېلتون پالو او اوکرایني ځواکونو تر منځ سختې نښتې وشوې چې ودانې ته اور واچول شو.

د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ارسېن اواکوف وویل ۲۰ روسي پلوه بېلتون پالي او یو اوکراینی امنیتي سرتیېری وژل شوی دی.

د ناټو سرمنشي اندر فو راسموسن وايي له روسیې سره د کریمیا ور ګډېدل ناقانونه دي.

ورته مطالب