نواز شریف له ایران سره د ګازو پر نل لیکې غږېږي

د انځور حقوق
Image caption شریف له ایراني ولسمشر او مذهبي مشر سره ګوري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد لومړی وزیر د یکشنبې په ورځ ایران ته د ایراني ولسمشر حسن روحاني په بلنه تهران ته روان دی.

دا په تېر جون کې تر لومړي وزیر ټاکل کېدا وروسته ایران ته د نواز شریف لومړنی سفر دی.

ایران ته پاکستانی لومړی وزیر پر داسې مهال سفر کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د ایراني ساتونکو له تښتول کېدا وروسته ترینګلي شوي وو.

تهران پر پاکستان تور لګولی و، چې دغه ساتونکي پاکستان ته وړل شوي وو.

وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزیر اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو د یوه ورک شوي ایراني ساتونکي د موندلو غوښتنه کړې وه.

پاکستانی لومړی وزیر به د ایران له مذهبي مشر ایت الله خامنه يي سره هم وګوري.

تېر کال له ایرانه پاکستان ته د ګازو د نل لیکې چارې وروسته تر هغه وځنډول شوې، چې پاکستان ویلي وو د غځولو مالي توان یې نه لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي تېر کال د ایراني ساتونکو تر تښتول کېدا وروسته ډېر ترینګلي شول.

وړاندې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز تهران ته له ایراني مشرانو سره د لیدو لپاره تللی و.

په پام کې ده، چې نواز شریف له ایراني چارواکو سره ځینې اقتصادي تړونونه هم لاسلیک کړي.

له ښاغلي شریف سره د تهران په دې سفر کې سرتاج عزیز، د مالیې وزیر اسحق ډار، د تیلو او طبیعي سرچینو وزیر خاقان عباسي او ځینې نور چارواکي هم ملګري دي.

ورته مطالب