د اوکراین کړکېچ د حل لپاره نړیوالې هڅې

د انځور حقوق AP
Image caption تېره ورځ د ډونېڅک او لوهانڅک خلکو په يوه ټولپوښتنه کې د کورواکۍ پرېکړه وکړه

ټاکل شوې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر نن په اوکراین کې د دغه هېواد په ختیځ کې د نارامیو د کرارولو پر سر له ښکېلو غاړو سره خبرې اترې وکړي.

فرانک والټر شټاين ماير د همدې لپاره د اوکراين پلازمېنې کیف ته ځي او ښايي د اوکراین ختیځ ته هم ولاړ شي.

ښاغلی شټاين ماير به هلته د حکومتي چارواکو او په دونېڅک او لوهانڅک کې خبرو اترو ته د وسلوالو فعالانو د هڅولو کوښښ وکړي.

د دوشنبې پر ورځ یاغیانو خپلې سیمې یو جلا دولت وباله او له ټولپوښتنې وروسته یې له روسیې سره د یو ځای کېدو غوښتنه وکړه.

کرېملین ویلي، چې د رایه اچونې پایلې باید پلې شي، خو نور یې په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا امریکا، اروپايي ټولنې او د کیف حکومت دا رایه اچونه ناقانونه بللې ده.

دغه ټولپوښتنه چې دونېڅک او لوګانڅک کې وشوه، روس پلوي فعالين وايي ۹۰ سلنه خلکو يې د کورواکۍ په حق کې رايه ورکړه.

تېره ورځ ځايي خلکو بي بي سي ته ويلي وو، سره له دې چې پوهېږي يو شمېر هېوادونه دغه ټولپوښتنه نه مني، خو ويلي يې وو نړۍ بايد د دوی د نظر درناوی وکړي.

له دې سره هممهاله د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو پر روسيې هغه بنديزونه نور پراخ کړل چې د کريميا د يو ځای کېدو وروسته يې پرې ولګول

ورته مطالب