قطر کې د بهرنیو کارګرو اړوند قانون کې نرمښت

د انځور حقوق AP
Image caption د کفالت قانون کې بدلون دغه هېواد کې د کار قوانینو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده.

قطر کې حکومت د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام سیالیو ته په پام سره د بهرنیو کارکونکو اړوند یوه جنجالي قانون کې نرمښت راوستی.

د فوټبال جام سیالیو له ترسره کېدو مخکې پر قطر خورا ډېر فشار و، چې د بهرنیو کارګرو اړوند قانون کې نرمښت وکړي، چې له مخې یې بهرنیان یوازې له یوې کمپنۍ یا کفیل سره کار کولای شي.

د بشري حقونو سازمانونو دغه قانون په نوی عصر کې د غلامۍ په معانا یاد کړی دی.

د کفالت قانون کې بدلون دغه هېواد کې د کار قوانینو کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده او د پلي کېدو لپاره یې کومه نېټه نه ده ټاکله شوې.

قطر کې د کارګرو ډېری یې بهرنیان دي.

پروسږ کال دغه هېواد کې د کار چاپیریال د خوندیتوب د نیمګړو اسانتیاو له کبله ۱۸۰ کسان وژل شوي دي.

دې سره د دغو کارګرو د اوسېدو شرایطو په اړه هم اندېښنې څرګندې شوې دي.

پلازمېنه دوحه کې چارواکو د یوې خبرې غونډې ترڅ کې دغو قوانینو کې بدلون اعلان وکړ.

د دوی په وینا هیله مند دي، چې د کاري هوکړو پر اساس جوړ سسټم به وړاندې کړي.

دغه اصلاحاتو کې به دا هڅه هم وشي، چې له هېواده وتلو مخکې له کفیل نه د اجازې اخیستو شرط هم له منځه یوړل شي.

دغه موضوع له هغه وروسته رابرسېره شوه، چې یوه الجزایري لوبغاړي ته، چې له قطري کلب سره یې د حق الزحمې پر سر لانجه وه، تر یوه کال پوري له هېواده د وتلو اجازه نه ورکول کېده.

فبرورۍ کې د ۲۰۲۲ فوټبال جام منتظمینو د فوټبال نړیوال سازمان فیفا له لوري له فشارونو وروسته د مزدورانو حقونو ورکولو لپاره یو پلان اعلان کړ.

ورته مطالب