سوريه کې موټر بم چاودنې ۴۳ کسان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption په سوريه کې په تېرو دوه نيم کلونو کې له ۱۵۰زره زيات کسان وژل شوي

له سوريې راپورونه وايي چې د سوريې او ترکيې ترمنځ پولې سره نژدې په يوه موټر بم بريد کې لږترلږه ۴۳ کسان وژل شوي دي.

په برتانيا کې مېشته د سوريې د بشري حقونو څار ډله وايي، په وژل شويو کې پنځه ښځې او ۳ ماشومان هم شامل دي.

په انټرنټ کې خپره شوې يوه ويډيو کې سوځېدلي موټر، جسدونه او تيت پرک پراته توکي ښوول کېږي.

راپورونه وايي دغه بريد د حلب ښار په شمال کې د ترکيې پولې سره نژدې سيمه کې شوی او د سوريې د بشري حقونو څار ډله وايي چاودنه په هغه ځای کې شوې، چې خلک له سوريې بلې غاړې ته اوړي.

دوی وايي دا لا روښانه، نه ده چې دغه بريد ځانمرګی و، که نه.

د ترکيې د کلس ولایت والي حکومتي اژانس انادولو ته ويلي، چې د پېښې ۴۸ ټپيان د درملنې لپاره له پولې د ترکيې خواته وروړل شوي دي.

دی وايي ۱۱ ټپيانو د ور اووښتو ټپونو له امله وروسته ساه ورکړه.

تر دې وړاندې هم په دغه سيمه کې بريدونه شوي او د فبروري مياشت کې يوې چاودنې ۶ کسه ووژل او ۴۵ نور يې ټپيان کړل.

د ۲۰۱۱ کال راهيسې په سوريه کې وسلوال خوځښتونه روان دي او له حکومتي ځواکونو سره د جنګېدونکو په منځ کې مذهبي سخت دريځي او په القاعده پورې تړلې جهاديان هم شامل دي.

په سوريه کې په تېرو دوه نيم کلونو کې له ۱۵۰زره زيات کسان وژل شوي او میليونونه نور بې کوره شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په سوريه کې درې نيم ميليونه کسان لومړنيو روغتيايي اسانتياو ته لاسرسی، نه لري.

د ملګرو ملتو د شمېرو له مخې په ترکيه کې شاوخوا ۷۴۰۰۰۰ سوري کډوال مېشت دي.

د ترکيې حکومت څه باندې ۲۰۰زره کډوال په لسو ولايتونو کې په ۲۲ کمپونو کې مېشت کړي دي.

ورته مطالب