د لیبیا بنغازي نښتو کې ۲۴کسان وژل شوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په ۲۰۱۱ کې د معمرالقذافي د واکمنۍ تر ړنګېدا وروسته یاغي ډلو لیبیا څپ څپانده کړې ده.

د لیبیا بنغازي کې د ملېشو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې لږترلږه څلورویشت کسان وژل شوي او تر ۹۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

د سختې نښتې له کبله د ښار هوايي ډګر تړل شوی دی.

عیني شاهدان وايي، د یاغي ډلې د مشر حفتر جنګیالیو د جنګي الوتکو په همکارۍ د فبرورۍ د اوولمسې لېوا پّ نامه د یوې اسلامپالې ډلې د یوې اډې د له منځه وړلو په موخه جګړه پیل کړې ده.

حفتر په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي د واکمنۍ په ړنګېدو سره له واکه لیرې شو.

اسلامپالو جنګیالیو په جګړه کې د الوتکو ضد وسلې کارولې دي.

د هوايي ډګر تړل

د لیبیا چارواکو د بنغازي په ختيځه برخه کې هوايي ډګر هم د سختې جګړې له کبله تړلی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لومړي وزیر عبدالله الثني ټینګار کړی چې حکومت د بریدونو امر نه دی ورکړی.

د دغه هوايي ډګر مشر ابراهیم فرکاش رویټرز خبري اژانس ته ویلي "د مسافرو د سلامتیا په خاطر مو هوايي ډګر وتاړه؛ ځکه چې په ښار کې خونړۍ جګړه ده، بېرته پرانیستل به یې د وضعیت پر ارامېدو پورې تړلي وي".

"د بنغازي پاکول "

فرانس پرېس خبري اژانس په بنغازي کې د خپل خبریال له قوله ویلي، د بنغازی په سوېلي "سیدي فراج" سیمه کې دواړو ښکېلو غاړو نښته کړې ده.

د حفتر ډله ځان "ملي پوځ" بولي، چې د ویاند محمد الحجازي په خبره یې دغې ډلې "پراخ عملیات پیل کړي چې بنغازي له (ترهګرو) ډلو پاک کړي".

د لیبیا لوی درستیز عبدالسلام جادالله الصالحین دا نه مني چې ګني پوځ د بنغازي جګړه کې ښکېل دی، خو ځینو دا اړدوړ د انقلاب یوه هڅه بللې ده.

د لیبیا یو شمېر حکومتي ځواکونه د حفتر په مشرۍ له جنګیالیو سره یوځای شوي، چې په وروستیو کې یې د بنغازي امنیت خراب کړی.

خو د تېرې جمعې پر مازدیګر نښتې یوڅه کمې وې.

په لیبیا کې ملېشې هڅه کوي، چې د حکومت تر کنټرول بهر وسله وال فعالیتونه ولري، خو دا کار د ډېرو په اند د لیبیا پر څپ څپانده کولو تمامېږي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حفتر په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي د واکمنۍ په ړنګېدو سره له واکه لیرې شو. حفتر په ۲۰۱۱ کال د معمر القذافي د واکمنۍ په ړنګېدو سره له واکه لیرې شو.

ورته مطالب