په هند کې د بدلون په اړه غبرګونونه

د انځور حقوق PTI
Image caption ځینې شنونکي وایي د ښاغلي مودي بری به له پاکستان سره د هند په اړیکو او د افغانستان په حالاتو مخامخ اغېز ولري.

په هند کې د بي جي پي ګوند له خوا د ټاکنو ګټلو په سیمه کې د اړیکو د بدلون په اړه اندېښنې را پارولې دي.

د سیمه ییزو چارو زیاتره شننونکي وايي، کانګریس ګوند چې په دغو ټاکنو کې یې بې سارې ماتې خوړلې یو منځلاری ګوند دی، خو بي جي پي ګوند چې مخکې یې هم له مسلمانانو سره سخت او توکمیز چلند درلود ښايي دغه اړیکې بیا ترینګلې کړي.

او له پاکستان سره د هند په اړیکو او د افغانستان په حالاتو به مخامخ اغېز ولري.

لکه چې خوشحال تایب له کابله لیکي، د هند د ۵۴۳ پارلماني څوکيو لپاره د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د بي جي پي ګوند ډېرې څوکۍ خپلې کړې او کانګریس ګوند هم خپله ماتې منلې ده.

خو دغې بریا د هند پر بهرني سیاست او له ګاونډيانو سره پر اړیکو ځينې اندېښې هم راپارولي دي.

زیاتره کسان کانګرس ګوند یو منځلاری ګوند بولي او وايي چې د زیاتره مسلمانانو ملاتړ یې له ځان سره درلود، خو بی جي پي ګوند بیا سخت دریځی ګڼل کیږي.

ایمل یوسفزی چې په هند کې لوړې زده کړي په ځانګړي ډول د هند او پاکستان اړیکې یادوي او وايي چې کانګریس ګوند د ممبي چاودنو او ځینو نورو پېښو سره سره بیا هم له پاکستان سره د اړیکو خړپړتیا نه غوښته، خو د بي جي پي ګوند اړیکې ښايي ډېر توپیر ولري.

د افغانستان د سیمه ییزو څېړنو مرکز مشر غفور لېوال په وینا د هند او پاکستان اړیکې مخامخ د افغانستان پر اړیکو اغېز کوي، خو دا به د هند او افغانستان د راتلونکو حکومتونو تر جوړېډو وروسته څرګند شي.

خو د سیمه ییزو چارو یو بل شنونکی رشید وزیري په وینا هند به نه یوازې دا چې له افغانستان سره خپلې مرستې کمې نه کړي بلکې هغه به لا زیاتې کړي، ځکه با ثباته افغانستان د هند په ګډون د ټولې سیمې لپاره مهم دی.

افغان ولسمشر د نړۍ له لومړنیو مشرانو وو چې د هند په ټاکنو کې یې د بي جي پي ګوند د بریالیتوب مبارکي وویله.

په تېرې یوې لسیزې کې افغان حکومت د لومړي وزیر منموهن سنګه په مشرۍ د هند له کانګرس ګوند سره دوامداره ښې اړېکې درلودې.

خو دا مهال دواړه مشران له واکه لېرې کېدونکي دي.

هند په تېرې یوې لسیزې کې له افغانستان سره شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

خو د افغانستان او هند اړیکې تل د پاکستان له اندېښنو سره ملې وې.

ورته مطالب