د اسد د جنګیالیو ملاتړ ته ایرانۍ څارګرې الوتکې

د انځور حقوق
Image caption 'ډېلي بیسټ' وايي، ایران څارګره الوتکه د روسي متخصصینو په همکارۍ جوړه کړې.

امریکايي وېبپاڼې "ډېلي بیسټ" ، "په سوریه کې د ایران د بې پیلوټه الوتکو جګړه" په نامه پخپل یوه راپور کې ويلي چې د ایران څارګرې بې پیلوټه الوتکو د اسد نظام له راپرځېدو ژغورلی دی.

وېبپاڼه په واشنګټن کې د c4ads انستیتوت د یوه امریکايي کارپوه فارون ویرا له قوله وايي: "ایران تر لسو ډېرې داسې بې پیلوټه الوتکې لري، چې د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو په درشل کې یې ډاګیزه کړې دي. دغو الوتکو ته یې د "شاهد"، "عازم"، "مهاجر"، "حماسه" او "سریر" نومونه ورکړي دي".

فارون زیاتوي: "دا چې ایران د اسد د نظام بشپړ ملاتړی دی، د دمشق د نظام د تقویه کولو لپاره بې پیلوټه الوتکې استوي، د سوریې په حماة ، دمشق او حمص کې د سپوږمکۍ له لارې د ایران بې پیلوټه الوتکې لیدل شوې، له دغو الوتکو څخه د تېر ۲۰۱۳ کال په نومبر کې سوري مخالفانو د "فانټوم" په نامه یوه الوتکه په حمص کې راوغورځوله".

خو په سوریه کې د ایران "یاسر" په نامه تر ټولو کوچنۍ الوتکه بیا د ۲۰۱۳ په دسمبر کې د نصرت جبهې له خوا وویشتل شوه، چې پرټولنیزو وېبپاڼو یې پراخ انځورونه خپاره شول.

د راپور له مخې، دا کار په تصادفي توګه نه کېږي، بلکې ایران د تېرې پېړۍ له اتیایمې لسیزې راهیسې د بې پیلوټه الوتکې د جوړولو هڅې پیل کړې دي، چې لومړی یې په عراق کې د جاسوسي ماموریت لپاره کارول شوې ده.

د ایران- عراق د جګړې پرمهال، ایراني انجنیرانو پر دغو الوتکو په عراق کې د ځینو هدفونو په نښه کولو لپاره توغندي هم نصب کړي وو.

د یادې وېبپاڼې راپور کاږي، منځنی ختيځ هغه لومړنۍ سیمه ده، چې بې پیلوټه الوتکې پکې وکارېدې، اسرائیلو د اتیایمې لسیزې په اوږدو کې لومړی ځل له بې پیلوټه الوتکې ګټه واخیسته او د لبنان پر سوېلي البقاع دره کې یې د الوتکو ضد سیستم له منځه وړلو لپاره وکارولې.

په داسې حال کې چې د تېرې لسیزې په اوږدو کې په افغانستان، پاکستان او یمن کې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د سلګونو ولسي وګړو په وژل کېدو سره د امریکا نوم او نښان ته ډېر زیان واوښت، ایران د بې پیلوټه الوتکو جوړولو پروژه ګړندۍ کړه.

د ډیلي بیسټ راپور وايي د ایران "یاسر" په نامه بې پیلوټه الوتکه تر نورو ډولونو ډېره مهمه ځکه ده، چې ایران په ۲۰۱۲ کال د ScanEgle غورځولې الوتکې په الهام اخیستو جوړه کړې ده.

راپور وايي، چې ایران دغه الوتکه د روسي متخصصینو په همکارۍ جوړه کړې ده.

خو هغه مهال چې د امریکا الوتکه د ایران په خاوره کې راولوېده، واشنګټن وویل چې دغې الوتکې په افغانستان کې جاسوسي کوله، او ایران خاورې ته په غلطۍ ننوتې ده، همدا وو چې ایران په ختیځه برخه کې وویشته.

ایران واشنګټن ته د رالوېدلې الوتکې د ټوټو سپارلو ټولې غوښتنې رد کړې، همدا وه چې د تهران-واشنګټن ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.

خو ایران وايي چې د بې پیلوټه الوتکې په جوړېدو کې یې یوازې کورنیو انجنیرانو او تخنیکرانو کار کړی دی.

ورته مطالب