ایراني زده کوونکو کې د نشه یانو ۵۰٪ زیاتوالی

د انځور حقوق
Image caption یوازې تېر کال په ایران کې نژدې ۳۰۰۰ کسان د نشه يي توکو د کارولو له کبله مړه شوي، چې ۲۳۰ پکې ښځې وې.

په ایران کې د کال د وروستیو ازموینو په نژدې کېدو سره، په ایراني زده کوونکو/محصلینو کې د نشه يي توکو کارول ډېر شوي دي.

په ایران کې په نشه يي توکو د اخته کسانو په اړه حکومتي شمېرې له نارسمي شمېرو سره یوشان نه دي، خو ویل کېږي چې یوازې په لومړنیو او متوسطه ښوونځیو کې په نشه د روږدو کسانو شمېر ۳۰ زرو کسانو ته رسېږي.

خو د ایران حکومت وايي، یوازې درې یا دوه زره زده کوونکي نشې کوي.

په ایران کې د نشه يي توکو د جرګې مشر علي رضا جزیني وايي: "د آزموینو په نژدې کېدو سره، د زده کوونکو ترمنځ د نشه يي توکو کارول ۵۰ سلنه ډېر شوي دي".

خو د ایراني محصلینو "ایسنا" خبري اژانس وايي، جزیني په ټینګار ویلي چې درملتونونه ریتالین او میتادون نشه يي توکي پلوري، چې تر ډېره د عصبي ناروغیو د درملنې لپاره ګټه ترې اخیستل کېږي.

دوی وايي چې درملتونونه دا کار په پټه او په ناقانونه توګه کوي، خو سربېره پر دې، عطر خرڅوونکي هم د دغو نشه يي توکو کاروبار کوي.

جزیني زیاتوي، په ایران کې دا خبره مشهوره شوې چې ګني ریتالین ماده د ماغزو د تقویې لپاره ګټوره ده، خو دا خبره ناسمه ځکه ده، چې میتادون ماده په مصنوعي توګه نشه لري، چې خطر یې تر هیرویینو او چرسو کم دی.

که څه هم په ایران کې ۱۷ حکومتي بنسټونه د نشه يي توکو پرضد فعالیتونه کوي، خو لاهم د نشه يي توکو د کاروونکو شمېر په ډېرېدو دی.

باور کېږي چې د ښاروالۍ له خوا د نشه يي توکو د کارونې په مخنیوي کې سم عمل نه کېږي، د مېړه او مېرمنې ترمنځ د ۵۵ سلنه شخړو او په پای کې د طلاق اخیستو لامل د نشه يي توکو کارول دي، چې دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده.

پر همدې مهال، د ایران د روغتیا وزارت د وقایې او درملنې د برخې چارواکي وايي، د وزارت وروستۍ شمېرې ښيي چې په ایران کې نژدې یو میلیون او ۳۵۰ زره کسان په نشو اخته دي، چې ۹ سلنه یې ښځې دي.

خو د ایراني پولیسو راپور بیا ددغو شمېرو سربېره، وايي چې په نشه د ۷۰۰ زره روږدو کسانو عمرونه تر ۲۱ کلونو ټيټ دي، چې کله نشه کوي او کله نه.

په دې سره د حکومتي شمېرو له مخې، په ایران کې د ټول ټال نشه یانو شمېر تر دوو میلیونو کسانو اوړي، خو د څېړنو او ارزونو ځینې اړوندې ادارې بیا دا شمېر تر دې هم ډېر ښيي.

یوازې تېر کال په ایران کې نژدې ۳۰۰۰ کسان د نشه يي توکو د کارولو له کبله مړه شوي، چې ۲۳۰ پکې ښځې وې.

د ایران د کورنیو چارو وزارت له خوا په وروستیو نظرپوښتنو کې ښوول شوې، چې د ایرانیانو تر ټولو لویه ټولنیزه ستونزه د نشه يي توکو کارول دي.

ورته مطالب