لیبیا حکومت پر ټول هېواد د واکمنۍ ادعا کوي

Image caption ډګروال خلیفه حفتر د شنبې په ورځ بنغازي ښار کې د اسلامپاله سخت دریځو پر ضد د ځمکني او هوايي برید مشرتوب کاوه.

د لیبیا حکومت ټینګار کوي، چې د اونۍ پای کې له سختو بریدونو او نښتو سره یې پر ټول هېواد ولکه ټینګه ده.

د یکشنبې په ورځ یوې ملېشې د دغه هېواد پر پارلمان برید وکړ، له حکومته یې وغوښتل، چې باید ټول کارونه وځنډوی، واک دوی ته وسپاري، چې د هېواد لپاره به دوی نوی اساسي قانون جوړ کړي.

دغه برید کې دوه کسان ووژل شول او ګڼ شمېر کسان برمته ونیول شول.

د لیبیا د عدلیې وزیر اصلاح المرغاني په یوه ټلویزیوني مرکه کې، چې په ژوندۍ بڼه خپره شوه، دغه برید وغانده او په ملي کچه یې د خبرو پر اهمیت ټینګار کاوه.

د نوموړي په وینا حکومت اوس هم خپلې چارې پر مخ بیايي.

د دوشنبې په ورځ ګهیځ وختي په بنغازي ښار کې پر یوه هوايي ډګر د برید رپوټونه ورکړل شوي، له دې مخکې د جمعې په ورځ د شکمنو سخت دریځو او ځايي ملېشو تر منځ سخته جګړه شوې.

د متقاعد ډګروال خلیفه حفتر پلویان وايي، د خپلې یوې پلوي ملېشې په ملتیا یې د هېواد پر پارلمان د برید پلان جوړ کړی و، چې وايي، موخه یې له سخت دریځو نه د لبیا پاکول دي.

د خبریالانو په وینا تر اوسه معلومه نه ده، چې د خلیفه حفتر پلویان د دغه هېواد په پوځ او د یاغیانو په ډلو کې څومره ملګري لری.

دا هم تر اوسه څرګنده نه ده، چې د یکشنبې له ورځې وروسته د پارلمان واک په بشپړه توګه د حکومت په واک کې دی او که نه.

لیبیا کې یو شمېر ملېشې د اسلامپالو له ډېرېدونکي ځواک نه اندېښمن دي او غواړي د دغو ډلو اغیز لږ شي.

درې کاله مخکې دغه هېواد کې د معمرقذافي حکومت له نسکورېدو وروسته لیبا کې تاوتریخوالی دوام لري.

د پخواني واکمن معمر قذافي پلوي ډګروال حفتر د شنبې په ورځ بنغازي ښار کې د اسلامپاله سخت دریځو پر ضد د ځمکني او هوايي برید مشرتوب کاوه.

دغه برید کې له ۷۰ ډېر کسان وژل شوي وو.

حکومت دغه پېښه غندلې وه او په سیمه کې یې پر الوت بندیز لګولی و.

ورته مطالب