' روسي ځواکونه به د اوکراین له پولو ژر ستانه شي '

د انځور حقوق Reuters
Image caption مخکې هم روسیې دوه ځلې ویلي و< چې له پولو به شا ته شي.

د روسیې مرستیال دفاع وزیر بي بي سي ته ویلي، چې ځواکونه به یې په څو ورځو کې د اوکراین له سرحدي سیمو بېرته خپلو روزنیزو مرکزونو ته ستانه شي.

اناتولي انتونوف وايي، د ځواکونو د بېرته ستنیدو بهیر وروسته له هغه پیل شو، چې د روسیې ولسمشر ولاديمرپوتین په روستوف، بلګراد او برینسک سیمو کې خپلو سرتېرو ته لارښونه وکړه، چې خپلو مرکزونو ته ستانه شي.

بل لور ته د اوکراین د ملي امنیت سلاکار د روسیې دغه اقدام نړیوالې ټولنې ته دوکه ورکول بللي دي. ناټو او امریکا وايي، هېڅ داسې نښې نښانې نه لیدلې کېږي چې روسي پوځي ځواکونو دې د اوکراین له پولو شا تګ کړی وي.

کریملین مخکې اعلان کړی و، چې له روستوف، بلګارد او بریانسک نه به پوځي ځواکونه خپلو دایمي مرکزونو ته وګړځي.

په داسې حال کې چې د اوکراین دولتي ځواکونه له روسیي پلوه بیلتون غوښتونکو سره چې په سوېل او ختیځ کې یې دولتي ودانۍ نیولې، په شخړه بوخت دي.

کارپوهان وايي، د اوکراین له پولو څخه د ۴۰ زرو پوځي ځواکونو ستنېدل به په سیمه کې د تاوتریخوالي په کمېدو کې ګټور تمام شي. د کریملین اعلامیه چې د روسیې خبریالانو په واک کې ورکړله شوې په کې راغلي:

په روستوف، بلګاراد او بریانسک کې د امنیتي اندېښنو په لمنځه تللو سره ولسمشر پوتین د دفاع وزیر ته امر کړی چې پوځېان باید خپلو مرکزونو ته ستانه شي”

خو کرملین نه ده څرګنده کړې، چې دا شاتګ به کله پیلېږي.

بل لور ته ناټو عمومي منشي اندرس فوراسموسن ویلي “ له بده مرغه موږ هېڅ کوم داسې نښه نه وینو چې روسیې دې شاتګ کړی وي او زه ډېر خواشینی یم ځکه چې شاتګ د تاوتریخوالي کمولو لپاره لومړنی ګام دی”

مخکې هم روسیې دوه ځلې ویلي وه چې له پولو به شا ته شي. همدې حال کې په ځینو ختیځو سیمو کې تاوتریخوالی دوام لري.

فبرورۍ کې د ویکټر یانوکوویچ د حکومت له پرځیدو راهیسې اوکراین کې پراخې مظاهرې شوې او د روسیې او لوېدېځ ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی.

یانو کوویچ د روسیې له ملاتړه برخمن و.